Language

په کاپيسا کې ښځينه روغتيايي کار کوونکې ووژل شوه

محمودراقي (پژواک ١٢ لېندۍ ٩١): په کاپيسا کې د واکسين د څانګې پر يوې روغتيايي کارکوونکې تېره ورځ وسلوال بريد وشو او نن سهار يې په روغتون کې ساه ورکړه.

د کاپيسا د دويمې حصې ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونوال عبدالحميد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې حسينه د دې ولسوالۍ د ملکانو کلي اوسېدونکې وه .

دى وايي، چې ناپېژانده وسلوالو تېره ورځ له غرمې مخکې په شاوخوا لسو بجو په همدې کلي کې  پر حسينه  بريد وکړ او ټپي يې کړه.

د هغه په وينا، دغه ٢٥ کلنه مېرمن د کاپيسا په مرکز کې د ده باباعلي روغتون ته ولېږدول شوه ، خو نن يې د سختو ټپونو له امله په ياد روغتون کې ساه ورکړه.

د کاپيسا د عامې روغتيا مشر ډاکتر ميرزا محمد رجا هم د حسينې وژل تاييد کړل .دى وايي، چې دغه مېرمن تېره ورځ له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې له خپل کور څخه د ولسوالۍ  کلينيک ته پر لاره وه ، چې کورته څېرمه يې بريد پرې وشو.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، حسينې له دوو کلونو راهيسې  په دې ولسوالۍ کې د واکسينو په څانګه کې د روغتيايي  رضاکارې په توګه کار کاوه .

پر حسينې د بريد مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics