Language

ادرسکن کې يو پول کټې اخيستنې ته وسپارل شو

هرات (پژواک ۱۳ لېندۍ ۹۱): د هرات ولايت په ادرسکن ولسوالۍ کې يو پول جوړ او د خلکو د تګ راتګ لپاره ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

دغه پول، چې ۵۵ متره اوږدوالی او ۵ متره پلنوالی لري، د کليو او پراختيا وزارت د ١٠ ميليونه او ٨١٦ زره افغانيو په لګښت د ادرسکن ولسوالۍ پر ګز سيند باندې جوړ شوى او نن ګټې اخيستنې ته وسپارل شو.

د هرات د کليو او پراختيا رييس اقا محمد پژواک خبرى اژانس ته وويل، د دغه پول په جوړېدو سره د نوموړې ولسوالۍ سلګونه کلي يو له بل سره وتړل شول او خلکو ته اسانتياوې رامنځته شوې.

نوموړي دغه پروژه له مهمو پروژو وبلله او ويې ويل، دغه پول د کليو د لارو جوړولو پروګرام له لارې بشپړ شوی، چې د ادرسکن ختيځ او لوېديځ کلي سره نښلوي.

د ادرسکن د پرمختيايي شورا رييس محمد زمان پژواک ته وويل، چې په دې ولسوالۍ کې اويا کاله مخکې سړک جوړ شوی و، خو داسې يو پول نه و، چې دوى پرې خپل مالونه او ناروغان پر وخت ټاکلو ځايونو ته ورسوي.

هغه زياته کړه: “زما په ياد دي، چې د سېلابونو د راوتو پر مهال څو ځلې موټر بند شوي او خلکو خپل ناروغان پر شا له سيند څخه اړولي دي.”

د ادرسکن د پرمختيايي شورا رييس زياته کړه، وړاندې تر دې به يې درې ساعته اضافي مزل کاوه، خو د پله په جوړېدو سره ياد واټن راکم شوى دى.                                                                        

د ادرسکن ولسوال غلام فاروق دغه ولسوالۍ د هرات له غريب مېشتو سيمو ګني او له چارواکو يې وغوښتل، چې د دې ولسوالۍ د اوسېدونکو ستونزو ته دې جدي پاملرنه وکړي.

ادرسکن د هرات ښار په اتيا کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، د اټکل له مخې ۱۱۰ زره تنه نفوس لري او تر دې دمه په کې د کليو او پراختيا وزارت ګڼې رغنيزې پروژې پلې شوې دي.

Related Topics