Language

د ننګرهار معيوبين له بېکارۍ کړيږي

جلال اباد (پژواک ١٣ لېندۍ ٩١): د ننګرهار يو شمېر معيوبين او معلولين وايي، چې دولت يې حقوق تر پښو لاندې کړي او مناسبه مرسته نه ورسره کوي.

په ننګرهار کې د معلولينو د نړيواله ورځې (د ډسيمبر ٣مه) په مناسبت نن په جوړه شوې غونډه کې د ننګرهار معيوبينو او معلولينو په دولت نيوکه وکړه، چې دوى ته يې خپل حقوق په پوره ډول نه دي ورکړي او کوم پروګرامونه چې دولت او نورې مرستندويه موسسې ترسره کوي، نمايشي دي.

د ننګرهار د معلولينو د اتحاديې مسوول مسعود ساپي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ننګرهار معيوبين او معلولين له خپل هر ډول حقونو څخه بې برخې دي.

نوموړي زياته کړه: ((په دولتي ادارو کې بايد ٥ سلنه معلولينو او معيوبينو ته دنده ورکړل شي، خو له بده مرغه موږ ته هېڅوک په دولتي ادارو کې وخت نه راکوي، موږ وړتيا لرو، تعليم لرو، خو صرف معيوبين يو.))

هغه په ولايتي اداره نيوکه کوي، چې تل د معاملو له مخې د معيوبينو حقوق تر پښو لاندې کوي.

د ده په خبره، د کار او ټولنيزو چارو او معلولينو رياست کارونه په حرفوي زده کړو کې هم يواځې نمايشي دي.

د معيوبينو د اتحاديې بل غړى ملک رنګا وايي، چې تر اوسه پورې د دوى د سرپناه ستونزه هم نه ده هواره شوې.

نوموړي زياته کړه: ((په ١٣٨٢ کال کې ولسمشر موږ ته فرمان راکړى، چې په قاسم اباد ښارګوټي کې معيوبينو ته يوه يوه نومره ځمکه دې ورکړل شي، خو کومه دى والي صېب موږ هسې غولوي، دويم ځل هم موږ امر راوړى خو هېڅ ونه شول.))

د هغه په وينا، دوى اړ دي چې بيا لاريونونو ته دوام ورکړي؛ ځکه چې دولت يې په چوپه خوله غم نه خوري.

د ننګرهار د بشري حقونو د خپلواک دفتر مشر رفېع الله بيدار پژواک اژانس ته وويل، چې د معيوبينو او معلولينو د کار ستونزه هغه څه ده، چې د دوى ژوند يې له ګواښ سره مخ کړى دى.

نوموړي له دولته غوښتنه وکړه، چې دوى ته د کار پيدا کولو لپاره دې له يوه اساسي پلان نه کار واخلي.

د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو او معلولينو رييس عبدالحکيم شېرزاد د معلولينو ستونزې مني او وايي، چې په ننګرهار کې د معلولينو شمېر زيات دى او د دوى امکانات کم دي.

نوموړي وويل: ((موږ په تېر کال کې ١٧٧٠ کسه له حرفوي زده کړو نه په مسلکي ډول فارغ کړي او سږ کال مو ٢٠٥٥ تنه فارغ کړي دي.))

نوموړى زياتوي، دوى هڅه کړې، چې په دولتي ادارو کې معلولينو ته ځاى ورکړي، خو اوس هر څه د ازادې سيالۍ له لارې ترسره کېږي او هر چا ته د وړتيا له مخې حق ورکول کېږي.

د شېرزاد په خبره، ډېرى معلولين بېکاره ګرځي او د دوى لپاره په کار ده، چې اساسي کار وشي.

د يادونې ده، چې د ننګرهار د کار او ټولنيزو چارو او معلولينو له رياست سره څوارلس زره د شهيدانو کورنۍ او معلولين ثبت او راجستر دي.

Related Topics