Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

په زابل کې درې طالبان ووژل شول

کلات (پژواک ١٣ لېندۍ ٩١): د زابل امنيتي چارواکي وايي، چې د پوليسو له لوري په ترسره شوو عملياتو کې درې وسلوال طالبان وژل شوي او څلور نور ژوندي نيول شوي دي.

د زابل ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر غلام رسول اکا د لېندۍ په ۱۳مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه عمليات تېره شپه د کلات ښار اړوند د بارکزو په سيمه کې ترسره شوي دي .

نوموړي زياته کړه، چې يوې ډلې وسلوالو طالبانو غوښتل، چې په ياده سيمه کې دکابل – کندهار پر لويه لاره ماينونه ځاى پر ځاى کړي او پر امنيتي ځواکونو د کمين په ترڅ کې بريد وکړي، خو پوليسو ورباندې وار مخکې کړ.

د هغه په وينا، په عملياتو کې، چې د شپې له يوولسو بجو د سهار تر دوو بجو روان وو، درې طالبان وژل شوي او د دوى د يو سيمه ييز قوماندان ملا حيات الله په ګډون څلور تنه نور ژوندي نيول شوي دي.

اکا وايي، چې د وژل شوو طالبانو د جسدونو تر څنګ يو شمېر وسلې او مهمات هم د جګړې په سيمه کې پوليسو ته په لاس ورغلي دي.

د زابل د ملکي روغتون يوه نوکريوال ډاکټر پژواک اژانس ته وويل، چې دوى ته نن سهار وختي د درېيو وژل شوو کسانو جسدونه ور وړل شوي، چې لا هم په روغتون کي دي.

وسلوالو طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، چې تېره ورځ هم د زابل ولايت په نوبهار ولسوالۍ کې په دوو بېلابېلو پېښو کې د دوو پوليسو او ۷ طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړى و.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.