Language

کابل(پژواک،١٤ليندۍ٩١): د اروزګان والي ددې ولايت امنيتي وضعيت ښه بولي، خو وايي چې په کابل کې لوړپوړي چارواکي بايد ددې ولايت پراختيا ته پاملرنه وکړي.

د اروزګان والي امير محمد اخندزاده ، چې نن يې په کابل کې ددغه ولايت د وضعيت په اړه خبريالانو ته معلومات ورکول، له لوړپوړيو حکومتي چارواکيو وغوښتل ،چې د اروزګان پراختيايي چارو ته پاملرنه وکړي او خپلې کړې ژمنې عملي کړي.

ده وويل، چې څه موده وړاندې د کابينې اتو وزيرانو په اروزګان کې د زون په کچه يوه ناسته درلوده او په هغې ناسته کې يې له اروزګان سره د پراختيايي پروژو په برخه کې ژمنې وکړې.

دى وايي ،چې د فوايد عامې وزير ورته ويلي وو، چې د اروزګان- کندهار ترمنځ غځېدلې لاره به په پاخه او اساسي ډول جوړ کړي، خو سره له دې چې د سړک د جوړلو لپاره ټول شرايط برابر دي، تراوسه پرې کار نه دى پيل شوى.

 د اخند زاده په وينا ، دکرنې وزير هم په دې ولايت کې د ١١ کرنيزو پروژو د پلې کولو ژمنه کړې وه.

نوموړي له يادو چارواکيو وغوښتل، چې له اروزګان سره خپلې کړې ژمنې پلې کړي.

داروزګان والي ادعا وکړه، چې په دې ولايت کې دده په ورتګ سره امنيتي وضعيت ښه شوى دى، چې لامل يې په دې ولايت کې د حکومتدارۍ په برخه کې اصلاحات دي.

د هغه په خبره، کابو د ټولو ولسواليو اوسېدونکي له ٨٠ تر ٩٠ سلنه له حکومت سره همکار دي.

ده وويل ،چې ددې ولايت ټولې ولسوالۍ د حکومت تر واک لاندې دي او ټولو ولسواليو ته غځېدلې لارې خلاصې دي.

اخندزاده زياته کړه:”زه د اروزګان د ٨٥ فيصد د داسې امنيت ادعا کوم، چې د ټولو ولسواليو لارې مو خلاصې دي د ترافيکو پرمخ باندې او زموږ ولسونه په امن کې ژوند کوي او پر دې باندې مو کوشش کړى دى ،چې زموږ محلي اداره، ټولو خپلو ولسونو ته منظم خدمات ورسوي او د ټولو مشکلات واوري او د حل لار ورته پيدا کړي.”  

بل لور ته د اروزګان اوسېدونکي که څه هم وايي، چې د تېر په پرتله امنيت ښه شوى ، خو زياتوي، چې پراختيايي چارو ته په دې ولايت کې هېڅ پاملرنه، نه ده شوې.

دوى همدراز وايي، چې لا هم د ځينو ولسواليو لارې د وسلوالو مخالفينو په کنټرول کې دي، چې په اسانه پکې تګ راتګ نه کېږي.

د ارزګان ولايت د چورې ولسوالۍ اوسېدونکى او قومي مشر، حاجي احمد شاه خان له دغو لارو څخه يوه هم د چورې ولسوالۍ ته غځېدلې لار ياده کړه.

نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې که څه هم امنيتي وضعيت د تېر په پرتله ښه شوى   ،خو لا هم په دې ولايت کې د بيارغونې چارې په ټپه ولاړې دي.

ده زياته کړه، چې په دې ولايت کې يواځې د ولايت له مقام څخه تر هوايي ميدان پورې ٤ کيلومتر سړک قير شوى او پاتې نور ټول سړکونه په بدحال دي.

د اروزګان د مرکز ترينکوټ يوه اوسېدنکي جان محمد بيا په ځانګړې توګه تر هر څه وړاندې په ولايت کې د پوهنې برخې ته د چارواکيو د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه او ويې ويل، چې په دې ولايت کې زده کړه له پامه غورځول شوې ده .

دده په خبره، يواځې د ګوتو په شمار زده کوونکي ښوونځيو ته ځي، چې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

خو د اروزګان والي وويل، چې په دې ولايت کې يې پوهنې ته وده ورکړې ده او ډېر زده کوونکي ښوونځيو ته ځي.

اخندزاده وايي، چې تېر کال له اروزګان څخه ٢٢٠ زده کوونکيو په کانکور ازموينه کې ګډون کړى و ، خو دغه شمېره سږکال شاوخوا ٥٥٠ تنو ته لوړه شوې ده، چې يواځې ١٤ تنه يې نجونې دي.

ده وويل ،چې د اروزګان ځوانان اوسمهال د زده کړې په ارزښت پوه شوي او د جګړې پر ځاى يې زده کړې ته مخه کړې ده.

دى وايي، هيله من دى، چې سږکال له دې ولايت څخه تر سلو ډېر زده کوونکي د لوړو زده کړو موسسو ته لار ومومي، چې تېر کال دغه شمېره يواځې شل تنه وه.