جلال اباد (پژواک ١٤ ليندۍ ٩١): وسلوالو مخالفينو د ننګرهار ولايت د بټي کوټ پر ولسوالۍ بريد کړى دى.
د بټي کوټ ولسوال ميرزامحمد نصرت، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن (د ليندۍ ١٤مه) له ماښام وروسته په شاوخوا شپږو بجو د ولسوالۍ پر ودانۍ له درېيو لورو وسلوال بريد شوى او اوس هم دوام لري.
د ده په خبره، پوليس يې په مقابل کې په مقاومت بوخت دي.
ولسوال وايي، په دغې نښته کې د عامو خلکو پر کورونو هم د هاوان او راکټ مرمۍ لګېدلې دي، خو د مرګ ژوبلې په اړه يې معلومات نه درلودل.
خو يوه عيني شاهد افسرخان پژواک ته وويل، چې پر يوه کور د مرمۍ د لګېدو له امله درې ملکي وګړي سخت ټپيان شوي دي.
د نښتې له سيمې د پژواک اژانس خبريال وايي، په دغې نښته کې د درندو وسلو اوازونه اورېدل کېږي.
د هغه په خبره، د ولسوالۍ ودانۍ ته څېرمه د لرګيو له ټال څخه د اور لمبې پورته کېږي او د وېرې له امله هېڅوک له خپل کوره وتلى نه شي.
د خالد په نوم د طالبانو يوه سيمه ييز قوماندان پژواک ته ويلي، په دغه بريد کې ٢٨ طالبانو برخه اخيستې او موخه يې د ولسوالۍ نيول دي.