Language

يو پوليس ووژل شو او د دوه پوليسو په ګډون څلور تنه ټپيان شول

قلعه نو، جلال اباد (پژواک ١٤ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې په لغمان او بادغيس ولايتونو کې د بېلابېلو پېښو پر مهال يو پوليس وژل شوى او د دوو پوليسو په ګډون څلور تنه ټپيان شوي دي.

 

د  لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د لېندۍ په ١٤ مه پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار شاوخوا نهه بجې د اليشنګ ولسوالۍ په مورچه خېلو سيمه کې د يادې ولسوالۍ د عوايدو مدير  پر موټر د سړک د غاړې ماين چاودنه وشوه.

د هغه په وينا، په دغه پېښه کې په خپله د عوايدو مدير او د اليشنګ ولسوالۍ يو اجير سخت ټپيان شوي دي.

خو يو عيني شاهد فضل الله پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه پېښه کې يو ماشوم هم ټپي شوى دى.

د ده په خبره، د پېښې په ځاى کې دوى وليدل، چې د ولسوالۍ د عوايدو مدير روغتيايي حالت ډېر خراب و.

د لغمان د ملکي روغتون ډاکټرانو د ټپيانو د روغتيايي حالت په اړه له څه ويلو ډډه وکړه.

د يو بل خبر له مخې، امنيتي چارواکي وايي، چې د بادغيس ولايت په بالامرغاب ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته تېر ماښام وسلوالو طالبانو بريد وکړ.

د بادغيس امنيه قوماندان مل پاسوال شرف الدين شرف پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې يو پوليس ووژل شو.

د هغه په وينا، د جګړې په ځاى کې داسې نښې شته، چې وسلوالو طالبانو ته به هم مرګ ژوبله اوښتي وې، خو په اړه يې کره معلومات نه درلودل.

نوموړي زياته کړه، چې دغه راز د بادغيس په مقر ولسوالۍ کې هم تېره ورځ ناوخته د وسلوالو طالبانو او پوليسو ترمنځ نښته رامنځ ته شوه، چې له امله يې دوه وسلوال ووژل شول.

د هغه په وينا، په ياده نښته کې دوه پوليس او درې وسلوال طالبان هم ټپيان شوي دي.

وسلوالو طالبانو د يادو پېښو په اړه تراوسه څه نه دي ويلي.