چاريکار(پژواک ١٤ليندۍ ٩١): د پروان په جبل السراج ولسوالۍ کې د ښوونځيو او مدرسو د ودانيو د جوړولو١٣ پروژې د جاپان په مرسته بشپړې شوې .
ددې پروژو د پرانېستې په موخه نن د يادې ولسوالۍ د ګلبهار په سيمه کې يوه ناسته جوړه شوه ،چې د پوهنې وزير فاروق وردګ هم په کې برخه لرله.
د پروان د پوهنې مشر زلمي شهيد پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې په يادو پروژو کې د امام اعظم ( رح ) او شعاع العلوم ديني مدرسو،، د نجونو لومړى نمبر لېسې او د هلکانو د عزت خېلو لېسې ودانۍ شاملې دي.
دى وايي، چې دغه هر يوه ودانۍ اته درسي او دوه اداري خونې، د اوبو زېرمه او نور اړين ملحقات لري .
دغه راز سرچينې زياته کړه ، چې په يادو پروژو کې د ٧ ښوونځيو لپاره د څښلو د اوبو لپاره د څاګانوکېندل، د اوبو د زېرمو جوړول،د انګړ د دېوال جوړول او د ودانيو د ځينو برخو بيارغونه شامله ده .
هغه وويل ، له دې پروژو څخه ،چې د جاپان په ١،٧ ميليون امريکايي ډالره مرسته پلې شوي ،نږدې ١٢٠٠٠ زده کوونکي ګټه پورته کوي.
د پوهنې وزير په ګلبهار کې په جوړه شوې ناسته کې له خلکو وغوښتل ، چې زده کړو ته مخه کړي او له دې لارې د ښه ژوند لپاره هڅې وکړي.
ده په نننۍ ناسته کې دا هم وويل ، چې په ولسي جرګې کې د پروان د خلکو استازي حاجي الماس زاهد ددې ولايت په بګرام ولسوالۍ کې ٧٠ جريبه ځمکه د پروان د کرنې انستيتوت ته ورکړې ده.
د دې ولايت د پوهنې رياست د معلوماتو له مخې، په دې ولايت کې له ٤٤٩ ښوونځيو څخه ١٥٠ يې ودانې نه لري او د ٣٣ پر ودانيو يې کار روان دى .
دى وايي، چې په يادو ښوونځيو کې شاوخوا ٢٣٤ زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.