Language

غزني (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): د غزني امنيه قوماندان وايي، په غزني ښار کې امنيې قوماندانۍ ته څېرمه د چاودنې له امله شپږ تنه ټپيان شول.

د غزني امنيه قوماندان زړور زاهد پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن مازيګر ناوخته شاوخوا ٥ بجې د ريموټ کنټرول ماين د چاودنې له امله رامنځته شوه.

ده زياته کړه، ريموټ کنټرول ماين امنيه قوماندانۍ ته نږدې د باختر بانک مخې ته اېښودل شوى و، چې وروسته چاودنه ورکړل شوه.

امنيه قوماندان وايي، په دې چاودنه کې ٤ ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.

د ده په وينا، د چاودنې له امله د هغه مارکېټ ښيښې هم ماتې شوې، چې د باختر بانک څانګه ده په کې.

خو د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکتر بازمحمد همت وويل، چې دوى ته ټپي شوي پنځه پوليس ور وړل شوي دي.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د غزني د امنيه قوماندانۍ مخې ته يې د تاکتيکي چاودنې له امله ٧ پوليس وژلي او ٥ نور ټپيان کړي دي.

 

Related Topics