Language

غزني ښار (پژواک ۱۵ لېندۍ ۹۱): د غزني د اندړو ولسوال وايي، په تېرو يوولسو کلونو کې دغه لومړى ځل دى، چې د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د ملي پيوستون له لوري يو شمېر د بيارغونې پروژې پيل شوې دي.

د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال پژواک اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل، چې دغه مهال د دې ولسوالۍ په ٤٠ کليو کې د بيارغونې کارونه پيل شوي دي.

د هغه په وينا، په يادو پروژو کې استنادي دېوالونه، د څښاک د اوبو څاه ګانې، پلچکونه او يو شمېر نورې کوچنۍ پروژې په کې شاملې دي.

نوموړي زياته کړه، چې په ياده ولسوالۍ کې په تېرو يوولسو کلونو کې د دولت له لوري د نا امنيو له امله هېڅ کار نه و شوى.

د ولسوال په خبره، په اندړو کې تر اوسه ښوونځي او روغتيايې مرکزونه ودانۍ نه لري او د کرنې په برخه کې هم هېڅ کارونه نه دي شوي، چې له امله يې د دې ولسوالۍ خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

نوموړى وايي، چې اوسني د بيارغونې کارونه په هغو سيمو کې پيل شوي، چې د ولسي پاڅون تر ولکې لاندې دي او په هغو سيمو کې چې وسلوال طالبان فعال دي، لا هم هېڅ کار نه دى پيل شوى.

ديسي وال په دې ولسوالۍ کې د تر ټولو مهمې پروژې يادونه وکړه او ويې ويل: ((د سردې بند د نږدې ۲۲ کيلومترو د کانال د کار چارې پيل شوې، چې په کې سلګونو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې ده.))

د هغه په وينا، په وروستيو ورځو کې پر عامو او اړو کسانو د غنمو د وېش لړۍ هم پيل شوې، چې اوس هم ادامه لري.

د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکي هم وايي، چې د دې ولسوالۍ په يو شمېر سيمو کې د دولت له لوري د بيارغونې کارونه پيل شوي، چې په دې سره دوى ډېر خوښ دي.

د دې ولسوالۍ د پاينده محمد سيمې اوسېدونکي محب الله پژواک اژانس ته وويل: ((زموږ په کلي کې بمبې جوړې شوې، دېوالونه جوړ شول، د يوه جومات کار روان دى او بل په لسګونو خلکو ته د کار زمينه برابره شوه.))

د هغه په وينا، په تېرو وختونو کې وسلوالو طالبانو دوى ته د کار اجازه نه ورکوله او د بيارغونې چارې په ټپه ولاړې وې.

نوموړي زياته کړه: ((اولادونه مې وږي وو، طالبانو ښار ته د کار لپاره نه پرېښودم، خو کله چې ولسي پاڅون پيل شو، زموږ نوى ژوند پيل شو.))

د دغې ولسوالۍ د صاحب خان کلي يوه اوسېدونکي مجيدالله پژواک اژانس ته وويل، چې کارونه پيل شوي، خو دولت بايد يواځې په دې بسنه ونه کړي، ځکه خلک ډېر کار ته اړتيا لري.

د يادونې ده، د غزني اندړو ولسوالۍ ۴۷۸ کلي لري، چې د روان لمريز کال په لومړيوکې د دې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې عام خلک د وسلوالو طالبانو پر ضد پورته شول او وسلواله مبارزه يې پيل کړه، چې دا مهال يې ۵۰ کلي د وسلوالو له شتون څخه پاک کړي دي.

Related Topics