جلال اباد (پژواک ١٥ لېندۍ ٩١): امنيتي چارواکي وايي، چې د وسلوالو طالبانو له خوا د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ پر ودانۍ د بريد په پايله کې نهو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بټي کوټ ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونيار هدايت د لېندۍ په ١٥مه پژواک اژانس ته وويل، چې تېره شپه شاوخوا شپږ بجې د بټي کوټ ولسوالۍ پر ودانۍ او يو شمېر امنيتي پوستو وسلوالو بريد وکړ، چې په پايله کې يې څلور وسلوال وژل شوي او دوه نور ټپيان شول.
د هغه په وينا، په وژل شوو طالبانو کې، چې د دوو تنو مړي يې د نښتې په سيمه کې پاتې دي، يو يې د بټي کوټ ليسې ملازم و او بل يې د قاري ياسر په نوم د همدې سيمې اوسيدونکى و.
نوموړي زياته کړه: ((په پېښه کې زموږ خوا ته هېڅ کوم زيان نه دى اوښتى او اوس سيمه په بشپړ ډول زموږ تر ولکې لاندې ده.))
د هدايت په خبره، په نښته کې د لرګيو يو ټال هم اور اخيستى، چې د پوليسو په همکارۍ ژر مړ شوى دى.
د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي پژواک اژانس ته وويل، چې په نښته کې يو وسلوال طالب په ټپي حالت کې له يو راکټ سره د ملي اردو سرتيرو نيولى، چې وروسته يې د سختو ټپونو له امله په غني خېلو روغتون کې ساه ورکړه.
د نښتې يو عيني شاهد افسر خان وويل، چې په پېښه کې درېيو تنو ملکي وګړو او شاوخوا اووه وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د غني خېلو روغتون امر ډاکټر ګل رحمان پژواک اژانس ته وويل، چې د پېښې له ځايه دوى ته د يوې ښځې په ګډون دوه ټپيان ور وړل شوي، چې روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.
د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د نښتې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې په نښته کې درې پوليس وژل شوي او د دوى د دوه ملګرو په ګډون دوه پوليس ټپيان دي.
د يادونې ده، چې څو ورځې وړاندې د ننګرهار ولايت د جلال اباد پر هوايي ډګر هم د طالبانو له خوا ډله ييز بريد شوى و، چې د ٨ ځانمرګو په ګډون ١٣ تنه په کې وژل شوي وو.