Language

کابل (پژواک ١٩ليندۍ٩١): د افغانستان د روڼتيا کتونکې اداره وايي، چې په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې سياسي اراده کمزورې ده او خلک بايد په دې برخه کې لاس تر زنې پاتې نه شي. 

ددې ادارې ( IWA ) مشر يما ترابي، چې نن يې د فساد پر ضد د مبارزې د نړيوالې ورځې په مناسبت په کابل کې  جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وويل ، چې تر دې مهاله  په افغانستان کې له فساد سره د مبارزې په اړه  تر ډېره د حکومت پر ونډې ټينګار کېږي.

ده وويل ،چې حکومت هم د فساد د له منځه  وړلو لپاره يو څه کارونه کړي ، خو کافي نه دي.

ترابي د کانونو د تړونونو خپرول او  په بوديجه کې د روڼيتا رامنځته کول د فساد د مخنيوي په برخه کې د حکومت هڅې يادوي ، خو زياتوي چې حکومت بايد د فساد په مخنيوي کې د خلکو ونډې ته پام وکړي.

د ترابي په وينا ، دا چې افغانستان ، د روڼتيا د نړيوال سازمان لخوا په ارزونه کې تر ټولو مفسد هېواد اعلان شو، ښايي يو لامل يې دا وي، چې خلک د فساد د له منځه وړلو په برخه کې د پام وړ ونډه نه لري.

د ترابي د څرګندونو له مخې، حکومت ته پکار ده، چې خلکو او د مدني ټولنې غړو ته داسې لارې چارې  برابرې کړي، چې د حکومت کړنې په فعاله توګه وڅاري.  

دى وايي، چې د افغانستان د روڼتيا کتونکې ادارې له تېرو څلور کلونو  راهيسې، خلک وربللي ،چې په خپلو سيمو کې د ودانيزو پروژو د جوړولو څارنه وکړي او له پلې کوونکيو ادارو حساب وغواړي.

هغه همداراز وويل، چې که  خلک د خپلو کارونو په مقابل کې دولتي مامورينو ته رشوت ورنکړي، نو کولى شي د فساد په کمولو کې مرسته وکړي. 

ده له عامو خلکو وغوښتل، چې د فساد د مخنيوي لپاره لاس تر زنې پاتې نه شي او په دې برخه کې خپل ونډه تر سره کړي.

ترابي دا هم وويل، چې که حکومت معلوماتو ته د لاسرسي قانون تصويب کړي، نو خلک  به په اسانه وکولى شي معلوماتو ته لاسرسى ومومي.

ده وويل ، چې په دې سره به د څارنې په برخه کې د خلکو ونډه  ډېره  شي.

هغه په هېواد کې پر ټولو سياسي کړيو د فساد پروړاندې د نه مبارزې پړه  واچوله  او زياته  يې کړه ،  چې د فساد د له منځه وړو لپاره د سياسي ارادې نشتوالى په افغانستان کې د فساد له مهمو لاملونو   دى .

ترابي وايي ، په وار ، وار يې اورېدلي، چې د ملي شورا ځينې غړي د پيسو په بدل کې ځينو وزيرانو ته د باور رايه ورکوي.

ده همدراز وويل، چې د قوانينو په برخه کې هم ستونزې شته او د فساد د مخنيوي لپاره جوړې شوې ادارې هم بريالۍ نه وې.

ده د مثال په ډول د لوړپوړيو دولتي چارواکيو د شتمنيو ثبتولو ته اشاره وکړه او ويې ويل ، چې د شته ستونزو له امله لا هم دغه چاره نميګړې پاتې ده.

هڅه مو وکړه چې د ترابي د څرګندونو په اړه د ولسمشر د وياند له دفتر او د حکومت د رسنيو له مرکز له چارواکيو سره خبرې وکړو ، خو اړيکه ورسره ټينګه نه شوه .