جلال اباد (پژواک ١٩ لېندۍ ٩١): د جلال اباد ښار يوشمېر اوسېدنکي د نغلو پر برېښنا خوښي ښيي، خو د دې برېښنا په وېش کې د زورواکو او چارواکو ممکنه لاسوهنه اندېښمن کړي دي.
تر څلورو کلونو ځنډ او خنډ وروسته بالاخره تېره ورځ لغمان او ننګرهار ولايتونو ته د نغلو د ١٨ مېګاواټه برېښنا د لېږد پروژه بشپړه او رسماً پرانيستل شوه.
تر دې مخکې د جلال اباد ښار ته د درونټې له بنده يواځې شپږ مېګاواټه برېښنا ورکول کېده، خو خلکو شکايت درلود، چې زورواکو او چارواکو خپلو ملګرو ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکړې او نورو خلکو ته د ورځې يواځې دوه ساعته برېښنا ورکوي.
د جلال اباد ښار يوه هټۍ وال حاجي نوراجان د لېندۍ په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د نوې برېښنا د وېش په برخه کې هم د برېښنا رياست کارکوونکي له اړيکو کار اخلي او هغه چا ته نوي مېترونه تړي، چې چارواکي او يا هم زورواکي وي.
هغه زياته کړه: ((غريب هر ځاى کې غرق دى، زه خو په سلو کې يو فيصد هم يقيني نه يم چې موږ ته به برق راشي، دا به يواځې چارواکو او زورواکو ته ورکول کېږي.))
د نوموړي په وينا، په ښار کې د ځينو زورواکانو د يخ ډېرې لويې فابريکې موجودې دي، چې که دغو فابريکو ته يې برېښنا ورکړه، نو ښاريان دې بيا له برېښنا نه لاس ومينځي.
د نصيراحمد په نوم د ښار يو بل اوسېدونکى هم له نغلو ننګرهار ته د برېښنا په راتګ خوښي ښيي خو وايي: ((له سوداګر ګل مراد سره والي لاس يو کړى او ګوره چې دا برېښنا هم اخوا دېخوا کړي.))
هغه د برېښنا د رياست له چارواکو غوښتنه وکړه، چې د برېښنا په وېش کې دې له ډېر دقت نه کار واخلي، که چېرې د برېښنا په وېش کې د ننګرهار والي مداخله وکړي نو بيا فکر نه کوي ښاريانو ته دولتي برېښنا ورسېږي.
په ختيځ کې د سوداګرۍ خونې د اجرااتو مسوول انجنير سيدقاسم يوسفي پژواک اژانس ته وويل، د تېر کال د احصايي له مخې، په ننګرهار کې ١٢٥ فابريکې موجودې وې چې ٥٠ يې اوس د برق د نشتوالي له امله بندې او نورې يې فعالې دي.
هغه وايي: ((زه وايم چې اول بايد خلکو ته د کار زمينه برابره شي، که فابريکو ته برق ورکړل شي کارونه به خلکو ته پېدا شي او د خلکو اقتصاد به ورسره ښه شي.))
انجنير يوسفي په پارلمان کې د ننګرهار پر وکيلانو هم نيوکه کوي او وايي، چې هغوى په ټاکنو کې د رايو ترلاسه کولو په موخه لومړيتوب کورونو ته ورکوي.
د ننګرهار د برېښنا رييس محب الرحمن مومند پژواک اژانس ته وويل، چې دوى به هېڅ کله د وېش په برخه کې له روابطو کار وانه خلي.
نوموړي زياته کړه: ((زه که يوه ورځ هم په ننګرهار کې وم، نو بل چا ته به د غير قانوني کار اجازه نه ورکوم او نه به په دې اړه زما دريځ بدل شي.))
نوموړى وايي، چې په سره رود ولسوالۍ کې يې دوه مېګاواټه برېښنا د ځينو فابريکو لپاره په نظر کې نيولې ده.
هغه وايي: ((زه په خپله د دې طرفدار يم چې فابريکو ته دې برق ورکړل شي خو موږ ته د برېښنا د وېش نقشې له مرکزه راځي.))
مومند وويل، چې د سره رود په ولسوالۍ کې تر ٥٠ زياتې وړې فابريکې شته چې دوى ورته برق په پام کې نيولى او د نورو صنعتي پارکونو لپاره د برېښنا ورکول په دويم پلان کې شامل دي.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياعبدالزى هغه ادعاوې چې ګواکې د ننګرهار والي د برېښنا په وېش کې مخکې لاسوهنه کړې، په کلکه ردوي.
هغه پژواک اژانس ته وويل، چې که مخکې د برېښنا په وېش کې ستونزه وه، خو هغه د برېښنا په رياست پورې اړه لري.
هغه زياته کړه: ((هېڅکله داسې نه دي شوي، بلکې والي صېب غواړي چې په متوازن ډول سره په ننګرهار کې برېښنا ووېشل شي.))