جلال اباد (پژواک ١٩ ليندۍ ٩١): د ننګرهار چارواکي وايي چې د دغه ولايت په خوګياڼو ولسوالۍ کې نښته شوې ده.
د ننګرهار د والي وياند احمدضياء عبدالزي د ليندۍ په ١٩مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته په شاوخوا درېيو بجو، امنيتي ځواکونه د کوکنارو د اړولو په موخه د خوګياڼو ولسوالۍ د وزيرو سيمې تللي وو.
د ده په خبره، کله چې امنيتي ځواکونو د کوکنارو په اړولو پيل کړى، د سيمې خلکو پرې ډزې کړې دي.
دى زياته کړه، په ياده نښته کې د امنيتي ځواکونو د ملاتړ په موخه له هوايي ځواک څخه هم کار اخيستل شوى دى.
عبدالزى وايي چې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.
خو له سيمې څخه يوه عيني شاهد ميراغا پژواک ته وويل، په دغې نښته کې څلور تنه کليوال وژل شوي او يو شمير نور ټپيان دي، خو کره شمېره يې ونه ښوده.
د ده په خبره، نښتې نيم ساعت دوام وکړ.
د يادولو ده چې تېره ورځ په ياده ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې ٧ وسلوال وژل شوي وو.