جلال اباد (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): په ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر وايي، چې په دغه زون کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله کمه شوي، خو د وسلوالو مخالفينو په مرګ ژوبله کې زياتوالى راغلى دى.
په ختيځ زون کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشر ډاکټر رفيع الله بيدار دغه خبرې نن (د لېندۍ ٢٠مه) د بشر د حقونو د نړيوالې ورځ د نمانځغونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وکړې.
نوموړي زياته کړه، چې په تېرو نهو مياشتو کې په ختيځ زون کې د ملکي تلفاتو په کچه کې ټيټوالى راغلى دى.
د هغه په وينا: ((خو د دولت د مخالفې ډلې په تلفاتو کې زياتوالى راغلى او موږ پر هغوى هم د زړه له تله خواشيني کېږو.))
بيدار زياتوي، چې د تېر کال په پرتله د پوهنې، روغتيا، د بيان د ازادۍ او داسې نورو برخو کې پرمختګ شوى دى.
دى وايي: ((دا سمه ده، چې پېښې به ډېرې ثبت شوې وي، خو زموږ کارونه چې څومره پراخيږي همغومره د پېښو د ثبت کچه هم لوړيږي.))
د ده په خبره، په تېرو نهو مياشتو کې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ٦٠٠ پېښې ورسره ثبت شوې، چې ډېرۍ يې هوارې شوې او پر ځينو نورو يې کار روان دى.
په ختيځ زون کې د ښځو د حقونو د ملاتړ د څانګې مشره صبرينا حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، اوس هم د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ګڼې پېښې شته، چې دوى او نورې مرستندويه ادارې ترې خبرې نه دي.
د هغې په وينا، د قضيو د درجه بندۍ په لحاظ لومړى ننګرهار، بيا لغمان او ورپسې د کونړ ولايت ياديږي.
په ننګرهار کې د بشري حقونو نړيواله ورځ په داسې حال کې نمانځل کېږي، چې نن سهار د لغمان د ښځو چارو سرپرسته رييسه ناجيه صديقي د ناپېژانده وسلوالو له لوري ووژل شوه.