Language

کابل (پژواک٢١ليندۍ٩١): له رسنيو او خبريالانو د ملاتړو بنسټونو چارواکي د افغانستان حکومت د افغان خبريالانو خونديتوب ته په نه پاملرنې تورنوي او وايي چې تر ډېره حکومت د خبريالانو د ګواښنې مسوول دى.

د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې لخوا د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) په همکارۍ نن په کابل کې يوه غونډه جوړه شوې ترڅو افغان دولت او د بيان له ازادۍ او رسنيو  ملاتړي کورني او نړيوال بنسټونو د افغان خبريالانو خراب وضعيت ته پام وکړي.

په نننۍ ناسته کې لسګونه خبريالانو، او له خبريالانو د ملاتړو بنسټونو استازو ګډون کړى وو.

د افغانستان له ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې (نى) مشر صديق الله توحيدي وويل چې  لا هم خبريالان په افغانستان کې د تاوتريخوالي، تهديد، تښتونې او وژنې له ګڼو ګواښونو  سره مخ دي.

توحيدي وايي چې په افغانستان کې د وژل شويو ١٤ خبريالانو د وژنې قضيې څېړل شوي نه دي او په اړه يې د افغانستان دولت کوچنى ګام هم نه دى پورته کړى.

ده وويل چې د افغانستان دولت د يوه مشروع او ټاکل شوي حکومت په توګه د خپلو ټولو اتباعو او ځانګړې توګه د خبريالانو د امنيت او مصوونيت مسوول دى، خو  په دې اړه يې لازمې هڅې کړي نه دي.

توحيدي د خبريالانو له حقونو او د بيان له ازادۍ دفاع د يوې ديموکراتيکې ټولنې له منل شويو ارزښتونو وبلل او  هيله يې څرګنده کړه چې  له رسنيو او د بيان له ازادۍ کورني او بهرني ملاتړي بنسټونه او د افغانستان حکومت ورته په جدي توګه پام وکړي.

توحيدي زياته کړه:”تر څو چې د افغانستان اساسي قانون نافذ دى او ترڅو چې د افغانستان د رسنيو قانون نافذ دى د افغانستان حکومت مکلف دى، چې د خبريالانو مصوونيت او امنيت په جدي ډول د خپل کار په له لومړيتوبونو وبولي.”

د توحيدي د معلوماتو له مخې، له ٢٠٠١ کال راهيسې په افغانستان کې په اوسط ډول هر کال ٣ خبريالان وژل شوي دي، چې په افغانستان کې د خبريالانو د ټولنې لپاره ډېر لوى تلفات ګڼل کېږي.

ده وويل چې خبريالان په افغانستان کې له ګواښونو سربېره معلوماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم له ګڼو ستونزو سره مخ  دي

بلخوا بيا د افغان خبريالانو د خونديتوب د کميټې غړى نجيب الله شريفي وايي سره له دې چې حکومت د خبريالانو مصوونيت ته پام نه دى کړى، د تېر يوه کال شمېرې ښيي چې د خبريالانو  ٥٠سلنه ستونزې او ورپېښ ګواښونه هم د حکومت لخوا وې.

وويل چې په افغانستان کې د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ د خبريالانو حقونه تر پښو لاندې کېږي او مصوونيت ته يې هېڅ پام نه کېږي.

ده له حکومت او نورو اړونده بنسټونو وغوښتل چې د افغان خبريالانو مصوونيت ته پام وکړي.

شر يفي  وايي چې په تېرو کلونو کې د وژل شويو خبريالانو قضيې هم نه دي څېړل شوي او د هغوى کورنيو د رسنيو ټولنې ته يې د ډاډ وړ معلومات نه دي ورکړل شوي.

ده وويل که د خبريالانو مصوونيت ته پام ونشي نو دا کار به د خبريالانو پر فعاليتونو او د هغوى پر هڅو منفي اغېز وشيندي.

 د افغانستان د رسنيو په نافذ قانون کې د خبريالانو د مصوونيت هېڅ پام نه دى شوى.

خو ده زياته کړه چې د افغان خبريالانو دمصوونيت کمېټې او يو په دې برخه کې د يو شمېر نورو فعالو بنسټونو په هڅو د افغانستان د رسنيو په نوي قانون کې چې لا تصويب شوى نه دى، د خبريالانو د مصوونيت ماده ورزياته شوې ده.

د خبريالانو نه خونديتوب په افغانستان کې د ژورناليستيکو فعاليتونو پروړاندې لوى ګواښ دى. 

خبرياله او په افغانستان کې د وخت خبري اژانس مشره فريده نېکزاد وايي چې د نورو ګڼو ستونزو ترڅنګ چې افغان خبريالان ورسره مخ دي، يو هم د نه خونديتو مـسئله ده.  

نېکزاد وايي چې  تر ډېره ښځينه خبريالان او هغه چې په ولايتونو کې فعاليت کوي، د نه خونديتوب احساس کوي.

 هغې وويل چې د خبريالانو د نه خوندېتوب په اړه اندېښنې په ډېرېدو دي.

په نننۍ غونډه کې په افغانستان کې د بيان د ازادۍ د قربانيانو او په ځانګړې توګه د افغان خبريال اجمل نقشبندي يادونه وشوه چې  په ٢٠٠٧ کال کې په هلمند ووژل شو.  

د نقشبندي پر ژوند او ژورناليستيکي کارونو يو مستند فلم هم ننداره کوونکو ته وړاندې شو.