محمودراقي (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): په کاپيسا کې د واکسين څانګې دکارکوونکې انيسې په وژلو کې د لاس لرلو په شک درې تنه ونيول شول.
انيسې د لېندۍ په ١١مه د کاپيسا په دويمه حصه ولسوالۍ کې په خپل کلي ملکانو کې پر ګولۍ تر لګېدو وروسته، په روغتون کې ساه ورکړه.
د کاپيسا چارواکو ويلي، چې انيسه د هغو دوو موټرسايکل سپرو په ګولۍ په تصادفي ډول لګېدلې ، چې په خپل منځ کې يې د شخړې پر مهال يو پر بل ډزې کولې.
خو تر دې مخکې داسې راپورونه وو، چې انيسه د وسلوالو له خوا په بريد کې وژل شوې ده.
د کاپيسا د والي وياند قيس قادري نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د انيسې ورور عبدالمحمد پر څلورو تنو د انيسې په وژلو کې د لاس لرلو دعوه کړې ده.
د قادري د څرګندونو له مخې، له يادو څلورو کسانو درې تنه، چې د ملکانو د کلي اوسېدونکي دي، تېره ورځ پوليسو ونيول، خو يو يې تښتېدلى دى.
د ده په وينا،د پېښې په تړاو شپږ تنه نور هم د کشفي او امنيتي ارګانونو تر شک لاندې دي، خو هغوى هم تښتېدلي او پوليس يې د نيولو هڅې کوي.
ده په دې اړه د نورو معلوماتو له ورکولو پرته وويل، چې له تښتېدلو کسانو څخه درې تنه د پروان ولايت د بګرام ولسوالۍ او پاتې نور د کاپيسا د دويمې حصې ولسوالۍ د اړوندو سيمو اوسېدونکي دي.
د انيسې ورور عبدالمحمد هم د ټېلېفون له لارې پژواک خبري اژانس ته وويل، ځکه يې پر څلورو تنو دعوه کړې، چې مخکې يې ګواښونه کړي وو.
عبدالمحمد په دې اړه نور معلومات ورنه کړل.
مخکې په ځينې راپورونو کې د انيسې عمر شاوخوا ١٧ کاله ښودل شوى و ، خو د کاپيسا چارواکي وايي ، چې د ددې قضيې موظف پلاوي د انيسې عمر ٣٥ کاله ښودلى دى .
عبدالمحمد وايي ، چې د تذکرې له مخې يې د خور عمر ٣١ کاله و ، خو اصلي عمر يې تر دې هم يو څه لوړ دى .
د عبدالمحمد په وينا، انيسې د واکسين په څانګه کې کار کاوه او د واکسين کمپاين ته روانه وه، چې بريد پرې وشو او ووژل شوه.
دى وايي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې له خور څخه ښوونځى پاتى شوى و، خو اوس په همدې ولسوالۍ کې د جمال اغې په نوم د نجونو په لېسه کې د لسم ټولګي زده کوونکې وه.
هغه وايي، چې انيسې کوژده نه وه کړې او د کورنۍ سرپرستي يې هم پر غاړه وه.