غزني ښار (پژواک ۲۰ لېندۍ ۹۱): د غزني ښار ګڼ شمېر ښوونکو دوى ته د ښوونکو د ښارګوټي د نومرو د نه وېشلو له امله د غزني په ولايتي شورا کې احتجاج وکړ.
د غزني په ولايتي شورا کې د غزني ښار د ٥٠ ښوونځيو په استازيتوب يو شمېر ښوونکي راټول شوي وو او ويل يې، چې نږدې څلورکاله کيږي، چې دولت يې د ځمکې د وېشلو د پيل لپاره په نن او سبا غولوي.
د دوى په خبره،کوم ښارګوټى، چې د غزني ولايت ښوونکو ته په نظر کې نيول شوى و، اوس مهال د زورواکو له لوري غصب شوى دى.
د غزني ښار د شمس العارفين ښوونځي ښوونکي نبي الله پژواک اژانس ته وويل: ((ټول مراحل خلاص شوي، فورمې ورته هم اچول شوي دي او په دې اړه څو ځلې ولايت مقام ته لاړو، خو يواځې مو په نن او سبا تېر باسي.))
د غزني ښار د شامير ليسې يو ښوونکى احمدخان بيا وايي، چې اوس مهال دغه ځمکه د زورواکو له لوري لاندې شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې دا غږ پورته شو، چې ښوونکو ته دا ځمکه وېشل کيږي، نو زورواکو وروسته له هغه نه دا ځمکه لاندې کړه او دولت يې هم مني، چې دغه ځمکه د يو شمېر کسانو له لوري غصب شوې ده.))
د هغه په وينا، د دې ځمکې په غصب کې دولت هم پوره لاس لري، ځکه دولت تراوسه نه دى توانيدلى، چې د زورواکو لاسونه پرې کړي او ځمکه پر ښوونکو ووېشي.
احمد خان وويل: ((موږ ټولو ښوونکو مشوره کړې، که چېرته ځمکه ونه وېشل شي، نو دوى به زده کوونکو ته نتايجپاڼې ونه وېشي او نه به هم د پوهنې رياست ته د روان کال نتايج وړاندې کړي او په راتلونکي کال کې به ټول ښوونځي وتړي.))
د غزني ښار د سنايي ليسې ښوونکي عبدالله پژواک اژانس ته وويل، چې له دوى نه د پوهنې رياست څه موده وړاندې د ځمکو د وېشلو په موخه، عکسونه او تذکرې هم ټولې کړې.
نوموړي زياته کړه: ((له موږ نه يې عکسونه او تذکرې ټولې کړې، خو وروسته چې خبر شوو، هغه تذکرې او عکسونه يې د ټولټاکنو او د غنمو د ترلاسه کولو په موخه ټولې کړې وې.))
عبدالله وايي، چې څو ځلې يې د غزني د پوهنې رياست له چارواکو سره په دې اړه خبرې کړي، خو هغوى ورته يواځې دا يوه خبره کوي، چې کار يې له دوى سره خلاص دى او توزيع يې د ولايت مقام په لاس کې ده.
د غزني ولايتي شورا هم مني او وايي، کومه ځمکه چې ښوونکو ته په نظر کې نېول شوې وه، اوس مهال د يو شمېر کسانو له لوري غصب شوې ده.
د غزني د ولايتي شورا غړي عزيزالله پويا پژواک اژانس ته وويل: ((نه يواځې دغه ځمکه، بلکې په غزني کې زياتې ځمکې د يو شمېر خلکو له لوري لاندې شوې دي، خو تراوسه يې دولت پر وړاندې هېڅ نه دي کړي.))
نوموړي د هغو کسانو نومونه په ډاګه نه کړل، چې د يادو ځمکو په غصب کې لاس لري، خو زياته يې کړه، چې په راتلونکي کې به د ولايتي شورا له لوري د هغو کسانو نومونه په ډاکه کړي، چې په غزني کې يې ځمکې لاندې کړي دي.
بل خوا د غزني د پوهنې رييس احسان الله ناشر هم وايي، چې دوى هم دا غواړي، څو په غزني کې ښوونکو ته نومرې ووېشل شي، ځکه په ډېر شمېر ولايتونو کې وېشل شوې دي.
د ده په وينا، د دې ځمکې د وېشلو لپاره زيات کارونه شوي او نقشه هم ورته جوړه شوې ده، خو کومه ځمکه، چې ښوونکو ته په نظر کې نيول شوې، تصفيه شوې نه ده.
ناشر زياته کړه: ((کله چې د کرنې وزارت دغه ځمکه د پوهنې رياست ته ورکړه، نو له هغه وروسته زيات شمېر خلک راغلل او ويل يې، چې دغه ځمکه دولتي نه، بلکې شخصي ده او له دوى سره قانوني اسناد هم شته.))
د ده په خبره، په دې اړه يې يو کمېسيون جوړ کړى، څو روښانه شي، چې دغه ځمکه دولتي ده او که شخصي، او کله چې روښانه شوه، د ځمکې د نومرو د وېش لړۍ به پيل شي.
د يادونې ده، چې تېرکال د غزني د پوهنې رياست چارواکو ويلي وو، چې د غزني پر ټولو ښوونکو به په يو کال کې د نومرو وېش پيل کړي.