Language

د لغمان د ښځو چارو رياست سرپرستې د وژنې په تور دوه تنه ونيول شول

جلال اباد (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د لغمان د ښځو چارو رياست سرپرستې د وژنې په تور د ملي امنيت ځواکونو دوه تنه نيولي دي.

د لغمان د ښځو چارو رييسه نن (د لېندۍ ٢٠ مه) سهار مهال د دوو ناپېژانده موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو ووژل شوه.

چارواکو ويل، چې د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه ناجيه له کوره دفتر ته پر لاره وه، چې د دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو له لوري پر ډزو ووژل شوه.

د چارواکو له خولې،د ناجيې خاوند ويلي و، چې مېرمن يې د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوې او وژونکي يې پېژندلي دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل، چې نن ناوخته د ملي امنيت د ځواکونو له لوري د پلټونکو عملياتو پر مهال د ناجيې د وژنې په تور دوه تنه نيول شوي دي.

د هغه په وينا، نيول شوي کسان دا مهال د ملي امنيت تر پلټنو لاندې دي، خو ده يې په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د دغې پېښې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 د يادونې ده،چې د دغه ولايت د ښځو چارو پخوانۍ رييسه حنيفه ساپۍ هم د روان لمريز کال د چنګاښ په ٢٣مه د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوې وه.

Related Topics