Language

د لغمان د ښځو چارو رييسه ووژل شوه

جلال اباد (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١) امنيتي چارواکي وايي، چې د لغمان د ښځو چارو رييسه نن سهار د دوو ناپېژانده موټرسايکل سپرو له خوا پر ډزو ووژل شوه.

د لغمان امنيه قوماندان سمونوال فضل احمد شېرزاد د لېندۍ په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته نيمې بجې د ولايت د مرکز مهترلام اړوند د چهل مټۍ سيمې په ده مازو کلي کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت د ښځو چارو رييسه ناجيه له کوره دفتر ته پر لاره وه، چې د دوو وسلوالو موټرسايکل سپرو له لوري پر ډزو ووژل شوه.

امنيه قوماندان وويل، دوى ته د ناجيې خاوند ويلي، چې مېرمن يې د شخصي دښمنۍ له امله وژل شوې او وژونکي يې پېژندلي دي.

د دې پېښې يوه عيني شاهد خان ضمير پژواک اژانس ته وويل، چې د ښځو چارو رييسه نن سهار په يوه رېکشاه کې سپره شوه او څو شېبې وروسته تر برېد لاندې راغله.

د هغه په وينا، چې بريد کوونکي له پېښې وروسته وتېښتېدل.

 د يادونې ده،چې د دغه ولايت د ښځو چارو پخوانۍ رييسه حنيفه ساپۍ هم د روان لمريز کال د چنګاښ په ٢٣مه د ماين په يوه چاودنه کې وژل شوې وه.

Related Topics