Language

د نيمروز د والي زوى ټپي شو

زرنج(پژواک٢٠لېندۍ٩١): په هرات ولايت کې د نيمروز د والي زوى له دوو نورو کسانو سره يو ځاى د وسلوالو په بريد کې ټپي شو او دوه ماين پاکوونکي له تښتولو دوه ورځې وروسته را خوشې شول.

 د نيمروز ولايت د امنيت امر رحمت الله وايي، چې نن سهار وسلوالو فريد احمد د نيمروز د والي زوى له دوو تنو ملګرو سره د فراه ولايت د بالابلوک ولسوالۍ او دهرات ولايت د شينډنډ ولسوالۍ ترمنځ په نښه کړ.

ده پژواک خبري اژانس ته وويل،چې هغوى په يوه ٣٠٣ ډوله موټر کې له هرات څخه نيمروز ته پر لاره و،چې د وسلوالو غلو له خوا ورته د دريدلو امر وشو، کله چې موټر ونه درېده په هغوى يې ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې درې واړه کسان ټپيان شول.

 د امنيت امر زياته کړې، چې د نيمروز پوليسو ته د فراه امنيتي مسوولينو  ويلي، چې په دې اړه به څيړنې کوي.

 سرچيني زياته کړه، چې دا درې تنه د درملنې لپاره د نيمروز ملکي روغتون ته وړل شوي دي.

 د نيمروز د ملکي روغتون د جراحي څانګي ډاکټر عبدالصمد وويل،د نيمروز د والي زوى په پښه او دوه تنه نور په لاسونو کې ټپيان شوي،چي روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دى.

 په يوې بلې پيښې کې، چې دهلوترست موسسې دوه کارکونکي، دوه ورځې وړاندې د هرات ولايت په کهسان ولسوالۍ کې تښتول شوي وو، را خوشې شول.

 د هرات ولايت د امنيت امر پاسوال عبدالحميد حميدي وويل،چې په دغو دوو کسانو کې يو ډاکټر او بل يې موټر چلونکى و،چې دسپين ږيرو په منځ ګړيتوب نن را خوشې شول.

 حميدي زياته کړه،چې دادوه کسان ددولت دوسلوالو مخالفينو له خوا تښتول شوي و، چې پرته له کومى معاملې راخوشې شول.