جلال اباد (پژوک ٢٠ لېندۍ ٩١): د جلال اباد ځينې ښاريان شکايت کوي، چې په ښار او ځينو ولسواليو کې په ښکاره ډول نشه يي توکي پلورل کېږي، خو څوک يې مخه نه نيسي.
د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي واسع الله پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په ښار کې په ښکاره ډول نشه يي توکي پلورل کېږي، خو امنيتي ځواکونه يې مخنيوى نه کوي.
هغه زياته کړه، د ښار په بېلابېلو سيمو کې چرس، هيرويين او د دې ترڅنګ شراب هم په ښکاره توګه خرڅيږي.
د نوموړي په وينا،د جلال اباد ښار د بهسودو پله ته څېرمه په هوټلونو کې ښه په ښکاره ډول شراب پلورل کېږي، هغه په دولت نيوکه کوي ، چې ډېرى امنيتي چارواکي هم له دوى سره ښکېل دي.
د بهسودو له پله سره نږدې هټۍ لرونکى محمدنبي وايي، چې دى په خپلو سترګو د شپې داسې کسان ويني ، چې هوټل ته راځي او هوټل والا يې په خپله په موټر کې ورته ږدي.
ده زياته کړه: ((همدا د چارواکو موټرونه دي، هر يو چې ګورې لنډکروزر به وي، يا به ټوډي وي، غريب سړى خو شراب نه شي څښلى او بله خبره دا ده چې ټول پوليس نشه يان دي، لومړى دې د هغو مخه ونيول شي.))
نوموړى وايي، که چېرې يې مخه ونه نيول شي، لرې نه ده چې شراب به د سګرېټو په څېر ډېر ژر عام شي.
د کابل کمپ يوه اوسېدونکي ٢٤ کلن ځوان ، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې همدا نن يې د غني خېلو ولسوالۍ د مارکوه په سيمه کې د درې سوه کلدارو پوډر اخيستي دي.
هغه زياته کړه: ((دا خبره ښه هم نه ده ، چې زه يې وکړم، چې زه هم پوډر څکوم، خو له مارکوه سره نږدې د حاجي ګل داد خان پمپ ته څېرمه هلکان ګرځي او پوډر خرڅوي.))
نوموړى وايي، چې له دې سيمې سره نږدې د لويو لارو پوليسو يوه لويه پوسته هم پرته ده ، چې هغوى ورسره مستقيماً لاس لري.
هغه پژواک ته وويل: ((يو کال مخکې دوه کسان طالبانو دلته وويشتل، هغوى هم پوډر خرڅول، ځکه طالبانو ته يې برخه نه ورکوله.))
د ولايتي شورا غړي ذبيح الله زمري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې چارواکي هم د نشه يي توکو له خرڅوونکو سره شريک دي.
هغه پژواک ته وويل، چې د جلال اباد ښار د کمپونو په ساحه، انګور باغ، د ملي امنيت رياست مخې ته، د بهسودو له پله سره او د درونټې د ځوانانو په پارک کې ښه په پراخه پيمانه شراب پوډر او نور خرڅيږي.))
زمرى وايي، که چېرې حکومتي چارواکي له دوى سره شريک نه واى، نو اوس به هېڅ کله هم په ښار او يا نورو ځايونو کې دغه شان نشه يي توکي نه خرڅېدل.
نوموړي زياته کړه: ((موږ ډېرې چغې وکړې ، خو چا مو خبره او شکايت نه دى اورېدلى.))
د هغه په وينا، د ښار په منځ کې پوډريان پوډر څکوي، خو چارواکي داسې نه وايي ، چې دا پوډر دوى له کومه کوي.
د ننګرهار د امنيه قوماندانۍ حقوقي سلاکار سمونيار عبدالغفور پژواک اژانس ته دا تاييد کړه، چې د امنيتي ځواکونو په چوکاټ کې هم يو شمېر کسان شته، چې په نشه يي توکو روږدي دي.
خو نوموړي دا خبره په کلکه رد کړه، چې ګواکې دوى ورسره د نشه يي توکو په پلور او قاچاق کې لاس لري.
هغه وايي: ((موږ به لومړى خپل پوليس اصلاح کوو او کار مو پرې پيل کړى دى او وروسته به د نورو مخه نيسو.))
د عبدالغفور په وينا، پوليسو په دې برخه کې لسګونه کسان نيولي، د منکراتو کمېسيون هم په پراخه کچه فعاليت پيل کړى دى.
نوموړى وايي، نشه يي توکي، که هغه شراب وي او که بل څه، دوى يې پر وړاندې د مخنيوي کلک تدابير نيسي.