کابل (پژواک ٢٠ لېندۍ ٩١): د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون يو غړى دعوه کوي، چې ځيني دولتي چارواکي د بشري حقونو د رعايتولو پر وړاندې خنډونه رامنځته کوي.
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون کمېشنر محمدفريد حميدي نن په کابل کې د بشري حقونو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته وويل، ځيني دولتي چارواکي نه يواځې دا چې د بشري حقونو رعايت ته پاملرنه نه کوي، بلکې ځيني وخت يې پر وړاندې مقاومت هم کوي.
ده په دې اړه د چا نوم وانه خيست خو زياته يې کړه، چې يو شمېر دولتي چارواکي خو ان پر بشري حقونو بې باوره هم دي.
د هغه په وينا، د افغانستان حکومت بايد په هېواد کې د بشري حقونو د وضعيت د ښه والي لپاره د بشري حقونو له ملاتړو بنسټونو چې په تېرو څو کلونو کې رامنځته شوي، ملاتړ وکړي او د دې برخې ناقضين دې محاکمه کړي.
ده وويل، که دولت د بشري حقونو په برخه کې د ترلاسه شوو لاسته راوړنو ساتنه غواړي، نو په قوانينو کې دې اصلاحات راولي او د بيان له ازادۍ او له خبريالانو دې ملاتړ وکړي.
خو هغه ونه ويل، چې په کومو قوانينو کې بايد اصلاحات راوستل شي.
دى وايي، چې حکومت بايد د ١٣٩٣ کال د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې په رڼه توګه ترسره کړي.
دې غونډې ته د عدليې وزارت مرستيال سيد محمد هاشمي وويل، چې دغه وزارت به د بشري حقونو د رعايت په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هاشمي زياته کړه، چې عدليې وزارت په تېرو لسو کلونو د قوانينو د تصويب او په ټولو هغه برخو کې هڅې کړې دي او کولى شي په افغانستان کې د بشري حقونو له رعايت سره مرسته وکړي.
د ده د څرګندونو له مخې، عدليې وزارت هڅه کړې چې د بشري حقونو په برخه کې نړيوال کنوانسيونونه چې افغانستان منلي دي، په هېواد کې پلي کړي او ترې څارنه وکړي.
ده وويل، چې عدليې وزارت د ماشومانو د وضعيت د ښه والي په موخه د قانون مسوده تسويد کړې او د بشري حقونو د وضعيت د ښه والي لپاره په تېرو لسو کلونو کې ځيني نور قوانين هم جوړ شوي دي.