ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

دافغانستان اوپاکستان د پارلمانونو وکیلانو د ترهګرۍ پرضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ

دافغانستان اوپاکستان د پارلمانونو وکیلانو د ترهګرۍ پرضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ

author avatar
11 Dec 2012 - 16:55
دافغانستان اوپاکستان د پارلمانونو وکیلانو د ترهګرۍ پرضد پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ
author avatar
11 Dec 2012 - 16:55

اسلام اباد ( پژواک ۲۱ لیندۍ ۹۱ ) : دافغانستان او پاکستان د پارلمانونو دوکیلانو په ګډه غونډه کې د ترهګرۍ پر ضد پر ګډې مبارزې او د افغانستان شخړې ته د سیاسي حل لارې پر پیدا کولو ټینګار وشو.

دغه څرګندونې د پاکستان او افغانستان د ملي شوراګانو غړو  نن دلیندۍ په ۲۱مه، په اسلام اباد کې ددواړو هیوادونو   د اوومې ګډې غونډې پر مهال پخپلې پرانېستونکې وینا کې وکړې.

دا غونډه د پاکستان د قانون جوړونې د پرمختګ او شفافیت انسټیټیوټ (پلډاټ) په نوښت نن پیل شوه، چې دوه ورځې به دوام وکړي.

د پاکستان د واکمن پیپل ګوند مرکزي غړی سناتور جهانګیر بدر وویل  چې دافغانستان د شخړې هیڅ ډول نظامي حل  نشته، پرته له دې چې ورته د سیاسي حل لارې چارې ولټول شي.

د هغه په وینا، ددواړو هیوادونو د پارلمانونو غړي په دې لاره کې مهم رول لوبولی شي.

نوموړي وویل، چې یو پیاوړی او باثباته افغانستان د پاکستان په ګټه دی او دافغانستان بې ثباتي او نا امني پاکستان هم له ستونزو سره مخامخ کوي.

بدر وایي ، چې حکومت یې دافغانستان د حکومت په مشرۍ او واک کې د سولې د هرې پروسې ملاتړ کوي.

هغه زیاته کړه : (( داسې افغانستان غواړو، چې واک یې افغانانو سره وي.))

نوموړي وويل، چې دواړو هیوادونو ته دپلاوو سفرونو سره اړیکې ښه کیږي، هغه دسولې دعالي شورا د مشر او د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر زلمي تیرو سفرونو ته په اشارې سره وویل ، چې ښې لاسته راوړنې یې درلودې.

یاد پاکستاني سناتور ددواړو هیوادونو ترمنځ د ګډو پارلماني ډلو جوړولو وړاندیز وکړ او زیاته یې کړه، چې دا ګروپونه به وخت ناوخته غونډې جوړوي او ستونزو ته به د حل لاره لټوي.

هغه دغه راز په سیمه او اړوندو هیوادونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ او ويې ویل، چې ددې سیمې امنیت او ثبات د ټولې سیمې او نړۍ لپاره مهم دی .

دغې دوه ورځنۍ غونډې ته دافغانستان د مشرانو جرګې منشي مولوي عبدالولي راجي وویل، چې افغانان د پاکستان د هغو مرستو مننه کوي، چې د شوروي اتحاد د یرغل پر مهال یې کړي وو.

هغه زیاته کړه ، چې په سختو حالاتو کې پاکستان افغانانو ته ځای ورکړ او د شوروي اتحاد او کمونیزم په له منځه وړلو کې یې مهم رول ولوباوه.

خو مولوي تاجي وویل ، چې په دې وروستیو کې له بده مرغه داسې بد ګومانۍ او شکونه پیدا شوي دي، چې له امله يې د دواړو هیوادونو خوږې اړیکې ترینګلې شوې دي.

هغه ادعا وکړه، چې ددواړو هیوادونو داړیکو په خرابولو کې بهرني او کورني لاسونه شته .

د مشرانو جرګې منشي له پاکستان څخه وغوښتل ، لکه څرنګه چې د شوروي اتحاد د یرغل مهال یې له افغانانو سره مرسته کړې وه اوس دې هم نوکړي او افغانان دې یواځې نه پریږدي.

ده زیاته کړه : (( ګټې او مصالح مو سره شریک دي، باید تر ۲۰۱۴ کال وروسته رامنځته کیدونکو حالاتو او ننګونو ته له اوس څخه په ګډه پلانونه جوړ کړو او په ګډه کار وکړو.))

د ولسي جرګې غړي میرویس یاسیني وویل ، چې دواړه هیوادونه ګڼو او ګډو ننګونو سره مخ دي او باید یې پرضد ګډ اقدامات وشي.

هغه زیاته کړه ، چې ددواړو هیوادونو ولسونه ګډې ستونزې لري ، په سیمه کې چې کومه ترهګري روانه ده، دا د یو خاص مقصد لپاره ده او تل به نه وي.

نوموړي وویل : (( دا زموږ سیمه ده، موږ پکې اوسیږو او ستونزې به یې هم موږ هوارو دا ستونزې پردي نه شي هوارولی.))

د یاسیني په وینا، که چیرې له دې سیمې څخه ترهګري له منځه ولاه نه شی، تعلیم او اقتصاد ته پرمختګ ورنکړل شي،نو دا ولسونه به لسګونه کلونه شاته پاتې شي، په داسې حال کې چې نور ولسونه او هیوادونه د پرمختګ په حال کې دي.

هغه په اروپا او نورو هیوادونو کې د ازادو وېزو او پراخو سوداګریزو اړیکو ته په اشارې سره وویل، چې دا ډیر دشرم ځای دی چې افغانستان او پاکستان اوس هم وېزې حتمي کړې دي.

یاسیني وایي : (( یو درېیم قوت شته ، چې د کابل او اسلام اباد اړیکې خرابوي او موږ یې سره جلا کړي یو.))

نوموړي وویل، چې دا د دواړو هیوادونو دپارلمانونو مسوولیت دی، چې رامنځته شوي حالات کابو کړي او ستونزو ته د حل لاره پیدا کړي.

د پاکستان د ولسي جرګې ( قومي اسمبلۍ) مرستیال فیصل کریم کنډي اسلام اباد ته دافغانستان د ملي شورا د پلاوي راتګ ته د هرکلي ترڅنګ وويل ، چې پرون یو بل دا ډول پلاوی هم له کابل څخه راغلی  او زیاته یې کړه چې له دې سره ددواړو هیوادونو اړیکې ښه کیږي.

هغه زیاته کړه ، چې نن په ترکیه کې دافغانستان او پاکستان ولسمشران سره ګوري او ستونزو ته د هواري لارې پیدا کوي.

دی وایي : (( په همدې غونډو او خبرو اترو ستونزې هواریږي، څو پورې چې د دیپلوماتیکو خبرو پر ځای ازاد بحث ونه کړو ستونزې نه هواریږي.))

کنډي وویل ،چې پر ملالې او دافغانستان د ملي امنیت پر رییس اسدالله خالد باندې بریدونه ددواړو هیوادونو ترمنځ شکونه او سوالونه رامنځته کوی.

د هغه په وینا : ((  دداډول پيښو پر مهال ددې پر ځای چې خبرې او نیوکې له رسنیو سره شریکې شي ، باید پخپله سره کښینو او حل یې کړو.))

ددې غونډې د لومړۍ برخې په پای کې ددواړو هیوادونو د وکیلانو ترمنځ کاري ګرپونو خپل کار پيل کړی او سبا به تر ۲۰۱۴ کال وروسته د رامنځته کیدونکو حالاتو او ننګونو په اړه خبرې کیږي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي عبدالغفار پژواک خبري اژانس ته وویل، چې دا غونډې اغیزمني دي، خو زیاته یې کړه، چې دې خبرو او پریکړو ته باید عملي جامه واغوندل شي.

Views: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.