پېښور (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): د پاکستان د خيبرپښتونخوا په پېښور ښار کې د افغانستان او پاکستان د ازادو خبريالانو ترمنځ (د امن لپاره تړون) په نوم درې ورځنى کنفرانس پيل شو.
دغه کنفرانس، چې تېر ماښام ناوخته پيل شو، په کې د دواړو هېوادونو ګڼو خبريالانو ګډون کړى دى.
د کنفرانس سمبالوونکي او په پېښور کې د ازادو خبريالانو د ټولنې مشر شوکت خټک وويل، چې دغه کنفرانس د هغو خبريالانو د نمانځنې په موخه دى، چې په دواړو هېوادونو کې يې د امن لپاره قربانۍ ورکړي او وژل شوي دي.
نوموړي زياته کړه: ((موږ د دواړوو خواوو خبريالان بايد پر دې خبرې وکړو، چې موږ څنګه کولاى شو، د امن لپاره کار وکړو.))
د هغه په وينا، تر اوسه خبريالانو په دواړو لورو کې داسې رول نه دى لوبولى، چې د پرمختګ، بيارغونې او سولې لپاره ګټه وکړي.
خټک وويل، په دغه کنفرانس کې به پر دې هم خبرې وشي، چې د سولې او امن لپاره د دواړو هېوادونو تر منځ کومې هلې ځلې روانې دي او په دې کې خبريالان څنګه رول لرلاى شي.
د غونډې په ترڅ کې د خبر پرېس کلب مشر ارشد عزيز غوښتنه وکړه، چې بايد د افغانستان او پاکستان خبريالان په ګډه يوه اتحاديه جوړه کړي، چې ترمنځ يې اړيکې پياوړې شي.
د افغانستان د خبريالانو په استازيتوب د بي بي سي خبريال ببرک مياخېل وويل، چې د دواړو سيمو ملتونه ګډ روايات لري او په ښه ډول کولاى شي، چې د يو او بل ستونزو ته ورسيږي.
د خيبر پښتونخوا مشر وزير بشير بېلور د غونډې په پاى کې وويل، چې اوس حالات بدل دي، افغانستان يو ازاد او خپلواک هېواد دى، د هغو خلکو هڅې به هېڅکله کاميابې نه شي، چې په سيمه کې نا امني غواړي.
د هغه په وينا، افغانستان، پاکستان او امريکا په خپل منځ کې د باور فضا نه لري او که چېرې د دوى ترمنځ باور رامنځ ته شي، ټولې ستونزې هواريږي.