Language

هرات (پژواک ٢١ ليندۍ ٩١): امنيتي چارواکي وايي، د افغانستان د لوېدیځ زون ولایاتو د امنیت د مسوولیت رهبري له ایساف څخه افغان ځواکونو ته وسپارل شوه.

د لوېدیځ زون د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندانۍ ویاند ډګروال نجیب الله نجیبي د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل، نن په هرات کې د ایساف په نظامي کمپ کې د يوې غونډې په ترڅ کې په دغې حوزه کې د ایساف قوماندان او د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان ترمنځ يو تړون لاسلیک شو.

ده زياته کړه، د ياد تړون بنسټيز ټکى دا دى، چې سر له نن څخه له هرات سربېره غور، فراه او بادغیس کې د نظامي چارو تصمیم او د عملیاتو مشري د افغان ځواکونو پر غاړه ده.

نجيبي وایي: ((تر دې وروسته به د ایساف ځواکونه یواځې مشورتي رول لري او د اړتیا پر مهال به د افغان جنرالانو تر قوماندې لاندې عملیاتو کې ونډه اخلي.))

د هرات والي ډاکټر داوودشاه صبا، د افغان ځواکونو په پیاوړتیا ټينګار وکړ او ويې ویل، له نېکه مرغه افغان ځواکونه وړ نظامي زده کړې او تجارب لري.

ده زياته کړه، په دغه ډول د هېواد امنیتي ځواکونه په کارونو کې بریالي دي؛ ځکه سیمه کې بلد دي او د امنیتي چارو پر مهال د سیمې خلک هم ورسره حساسیت نه ښيي.

په لوېدیځ زون کې د ایساف ځواکونو قوماندان جنرال داریو رانیري، هم د افغان سرتېرو په نظامي وړتیاوو باور ښکاره کړ او ويې ويل، تردې وروسته به ایساف له افغان ځواکونو سره د پوځي مشورې او عسکرو د روزنې ماموریت دنده ولري.

د لوېدیځ زون د ۲۰۷ ظفر قول اردو قوماندان تورنجنرال تاج محمد جاهد وویل، د امنیت د لېږد پروسې په تېرو درېيو پړاوونو کې افغان ځواکونو وښوده، چې په یواځې توګه د هېواد د امنیت د ساتلو وړتیا لري.