Language

د ملي اردو څلور سرتېري ووژل شول

محمودراقي (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ امنيه قوماندان وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د دولت له وسلوالو مخالفينو سره په نښته کې د ملي اردو ٤ سرتېري وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.

د تګاب امنيه قوماندان سمونوال شېرشاه يوسفزي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار ګډو دولتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي دي.

د ده په وينا، نن له غرمې مخکې د دې ولسوالۍ په دوړانو سيمه کې د ملي اردو ځواکونه د دولت د وسلوالو مخالفينو له کمين سره مخ شول، چې له امله يې د دغو ځواکونو څلور تنه ووژل شول او دوه نور ټپيان شول.

خو د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند اسدالله حميدي په يادو عملياتو کې د ملي اردو د دوو سرتېرو ټپي کېدل مني او وايي، چې په نښته کې وسلوالو مخالفينو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو ده د وسلوالو مخالفينو د مرګ ژوبلې په اړه نور معلومات ورنه کړل.

د هغه په وينا، په پيل شوو عملياتو کې چې څلور ورځې به دوام وکړي، تر دې مهاله د دې ولسوالۍ له جالوخېلو تر درياخانې او له انارجوى تر پوزۀ پاچا صاحب سيمې له وسلوالو مخالفينو پاکې شوې دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې نن له غرمې مخکې ٩ بجې د تګاب ولسوالۍ په جالوخېل او جويبار سيمو کې په نښتو کې له دولتي ځواکونو څخه ٨ تنه وژل شوي او يو شمېر ټپيان دي.

ده ويلي، چې په دې نښتو کې د وژل شوو سرتېرو دوه پيکا ماشينګڼې او يو ار پي جې ٧ راکټ هم د طالبانو لاسته ورغلي دي.

د جالوخېلو کلي اوسېدونکي احمدزي د ټيلېفون پر ليکه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې همدا اوس (له غرمې وروسته نږدې دوه بجې) د جويبار، حوت خېلو او يتيمانو په سيمو کې عمليات دوام لري او شاوخوا يوه بجه په جويبار سيمه کې سخته نښته هم وشوه.

ده وويل، چې له غرمې مخکې د دوړانو په سيمه کې هم نښته شوې، خو دى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

احمدزى وايي، چې د جالوخېلو په سيمه کې نښته نه ده شوې.