Language

 جلال اباد (پژواک ٢١ ليندۍ ٩١): د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړى وايي، د دې ولايت والي اوس هم په ننګرهار کې د بيارغونې په نوم له سوداګرو پيسې اخلي.

  د ننګرهار د ولايتي شورا يوه غړي ذبيح الله زمري د ليندۍ په ٢١مه، يوه خبري کنفرانس کې ته د اعانې ورکولو د مرستې د پاڼې د ښودلو پرمهال وويل: ((ما مخکې هم ويلي چې دا فاسده اداره ده او دا دى ښه ثبوت يې تاسو وګورئ چې پرون ورځ يې له ټېلر موټر نه پيسې اخيستې دي.))

 نوموړى په ولسمشر غږ وکړ، چې د خپل فرمان د ښه تطبيق لپاره دې له قاطعيت نه کار واخلي او زياته يې کړه: ((که چېرې يې نه شي کولى او له دغه کاره عاجزه وي، نو بيا دې د افغانستان له خلکو نه معذرت وغواړي او استعفا دې ورکړي.))

 شاوخوا ١٥ ورځې وړاندې د ولسمشر د ٤٥م ګڼې فرمان له مخې، له کابل څخه يو امنيتي پلاوى راغلى و.

 د پلاوي مشر طاهر ساپي خبريالانو ته ويلي و، د بيارغونې په نوم کومې پيسې چې اخيستل کېدې، له دې وروسته به نه اخيستل کيږي.

  زمري زياته کړه: ((هلته ترې په تورخم کې پيسې واخلي او په موټرو ډېر وزن اچوي، سړکونه يې ويجاړ کړل، دا له افغانستان سره يو ملي خيانت دى چې دوى يې کوي.))

 د يوه ټېلر موټرچلوونکي قرارالدين پژواک سره په خبرو کې وويل، هره ورځ ترې په تورخم کې د بيارغونې په نوم پيسې اخيستل کيږي او د هر شي لپاره يې بېله بيه ټاکلې ده.

 د ده د معلوماتو له مخې، په هغه موټر کې چې پايپونه بار وي ١٠٠٠ افغانۍ، سيمنټو نه ٦٠٠ افغانۍ او وريجو نه ٥٠٠ افغانۍ اخيستل کيږي.

 يوه بل موټر چلوونکي ولايت خان پژواک ته وويل، څه موده وړاندې د بيارغونې په نوم پيسې بندې شوې وې، خو دا دى يو ځل بيا پيل شوې.

 نوموړي زياته کړه، له تورخم نه چې يې موټر راواوړي، نو په لومړي پاټک کې ترې پوليس پيسې اخلي او بيا د بيارغونې په نوم ترې په بل پاټک کې هم پيسې اخيستل کېږي.

 د ده په خبره: ((د ننګرهار چارواکو غلا شروع کړې، د خداى په خاطر په رڼا ورځ غلاوې کوي.))

 پژواک هڅه وکړه، چې په دې اړه د ولايتي چارواکو نظر واخلي، خو له ډېرو هڅو سره سره د هغوى د نظر په اخيستو ونه توانېد.

 د يادولو ده، زيات ننګرهار مېشتي شکايت کوي چې د دغه ولايت په سرحدي ښارګوټي تورخم کې له سوداګرو نه د بيارغونې په نوم پيسې اخيستل کيږي، خو هلته د بيارغونې کومه نښه نه ترسترګو کيږي.

Related Topics