هرات ښار (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): په داسې حال کې، چې د هرات والي پر ښاروال د اداري فساد او نورو درغليو تورونه لګولي، د هرات محکمه وايي، چې د دغو تورونو د پلټنې لپاره چمتووالى نيسي، خو ښاروال بيا دغه تورونه ردوي.
د هرات والي ډاکټر داوودشاه صبا د هرات پر ښاروال د اداري فساد تورونه لګولي او وايي، چې د هرات ښاروال په غير قانوني قراردادونو، له دندې په ناوړه استفادې، د ښاري د ٤٠کيلومتره سړکونو د پروژې په نه پلې کولو، د حکومت د سيمه ييزې ادارې اجرائيه چارواکو ته په اداري چارو کې په نه اطاعت او په خپلسره کړنو يې لاس پورې کړى دى.
د هرات والي، چې تېر ماښام يې په يوه خبرې ناسته کې خبرې کولې، د ښاروال له خوا په خپلسر د بيارغونې قراردادونه، په اداره کې د څېړنې پلاوي ته د څېړنې اجازه نه ورکول، نورې سړغونې يادې کړې.
صبا په ډاګه کړه، چې ښاروال يې د دغو تورونو د ځواب ورکولو او سپيناوي په موخه څارنوالۍ ته ور معرفي کړى دى.
په هرات کې د اداري فساد د جرايمو د لومړۍ محکمې رييس شېراقا منيب نن د لېندۍ په ۲۱مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د اړوند څارنوال له خوا يې د هرات د والي د تورونو په اساس څېړنې پيل شوې دي.
د ده په خبره، که څه هم د ښاروال پر ضد د تازه تورونو دوسيه رسماً دې محکمې ته نه ده رسېدلي، خو په اړه يې خبر دى او د پلټنې لپاره يې چمتووالى نيسي.
خو د هرات ښاروال محمدسليم تره کي نن پژواک ته وويل: ((څلور ورځې وړاندې مې په يوه خبري ناسته کې ټولې خبرې سپينې کړې دي؛ بيا مې هم هماغه څرګندونې دي. د والي د هرې خبرې په ځواب کې غبرګون نامناسب بولم او نه هم دغه اختلافونه د ټولنې په ګټه دي.))
تره کي په خبري ناسته کې د والي تورونه ناسم بللي او ويلي يې وو، چې په اداره کې يې کارونه سم پر مخ ځي؛ د والي له خوا تورونه پرې د شخصي عقدې پر اساس دي او دا يوه دسيسه ده.
ښاروال زياته کړې وه، چې د والي د شخصي کينې له امله د روان کال د ۷۵۱ ميليونه افغانيو په ارزښت ځينې پروژې له پلې کېدو پاتې شوې دي.
هغه ويلي و: ((موږ د کال له سره د څلوېښت کلومتره ښاري سړکونو د قير کولو او اساسي جوړنې لپاره پيسې ځانګړې کړې وې، پر پروژه يې هوکړه شوې وه، خو کله چې عملاً موږ اقدام وکړ؛ والي يې د قرارداد په نه لاسليکولو سره مانع شو.))
د هرات ښاروال وايي، چې دې پروژې د هرات ښار په ټولو ۱۶ ناحيو پورې اړه درلوده، چې په نه پلې کېدو سره ټولو ښاريانو ته زيان ورسېد.
د يادونې ده، چې د هرات د ښاروال او د والي ترمنځ له يوکال راهيسې ناندرۍ روانې دي.
که څه هم د قانون په پلي کولو کې دواړه پر يو بل تورونه لګوي، خو د هرات ښاريان نيوکه کوي، چې د اختلاف اصلي ټکى د پردې تر شا د والي او ښاروال د شخصي ګټو ټکر دی، چې په منځ کې يې زيان ولس ته رسېږي.
په هرات کې د اداري فساد د جرايمو د لومړۍ محکمې رييس وايي، چې د کال له پيله راهيسې يې د ښاروالۍ د پنځو نورو کار کوونکو دوسيې هم څېړلې، بشپړې او د وروستيو اجرااتو لپاره چمتو دي.
هغه څرګنده کړه، چې په دې موده کې يې د بېلابېلو دولتي ادارو اړوند تر ٧٨ د فساد ضد دوسيې څېړلې او يا هم تر څېړنې لاندې دي.