Language

يو جهادي قوماندان له درېيو تنو نورو سره ووژل شو

چاريکار(پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): د پروان په بګرام ولسوالۍ کې يو پخوانى جهادي قوماندان شېراقا له خپل ورور او دوو ساتونکو سره ووژل شو.

د بګرام امنيه قوماندان سمونوال زمري ناصري پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ياد جهادي قوماندان، د هغه ورور او دوه ساتونکي نن له غرمې وروسته شاوخوا يوه بجه د بګرام په حمزه خېلو کلې د ناپېژانده کسانو له خوا په بريد کې ووژل شول.

هغه وويل، چې پر شېراقا د بريد لامل نه دى څرګند او تر اوسه د بريد په تړاو څوک نيول شوي هم نه دي ، خو امنيتي ځواکونه په سيمه کې دي او په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي .

د بګرام د سيمه ييزي شورا مشر الياس الدين بخشي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ٤٥ کلن شېراقا د دې ولسوالۍ د قلعۀ بلند د کلي اوسېدونکى او د جمعيت اسلامي ګوند پخوانى جهادي قوماندان و.

د ده په وينا، شېراقا له خپل ورور او دوو ساتونکو سره په موټر کې روان و، چې د حمزه خېلو په کلي کې وسلوال بريد پرې وشو او څلور واړه ووژل شول .

دى وايي، چې شېراقا دا مهال رسمي دنده نه لرله ، د خپل کلي مشري يې کوله او د بزګرۍ پر چارو بوخت و.

د هغه په اند، کېداى شي پر شېراقا بريد د دولت وسلوالو مخالفينو کړى وي.

د ده په وينا، شېراقا دولت پلوى و او وسلوال مخالفين پر هغو کسانو بريدونه کوي، چې د دولت پلوي کوي.

خو دا په داسې حال کې ده، چې تر دې دمه د بريد مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

Related Topics