Language

په بادغیس کې د کیک پخولو دستګاه فعاله شوه

هرات ښار (پژواک ٢١ ليندۍ ٩١): په بادغیس ولايت کې د لومړي ځل لپاره د کیک پخولو د یوې دستګاه په فعالولو سره ۲۵ نارینه او ښځینه وو ته د کار زمینه برابره شوه.

د بادغیس د والي ویاند سید شراف الدین مجیدي د ليندۍ په ٢١مه، پژواک خبري اژانس ته وویل ، چې دغه پروژه په بادغیس کې د ميشتې اسپانوي ولایتي بیارغونې ډلې له خوا، نن د افغان حکومت په واک کې ورکړل شوه.

 ده د دې پروژې د وسایلو د ارزښت په اړه معلومات نه درلودل، خو له دې کبله چې په بادغيس کې دا د کیک پخولو لومړۍ دستګاه ده، ګټوره يې وبلله.

د ده په وینا، د دې دستګاه چارې د ولايت د مرکز قلعه نو ښار په دويمه ناحیه کې پيل شوې دي.

د قلعه نو ښار یوې اوسيدونکې ، چې نه يې غوښتل نوم يې په ډاګه شي، پژواک ته وویل، په دغې پروژه کې له نورو ۱۲ ميرمنو سره د کار او زده کړې زمینه ورته برابره شوې ده.

دې زياته کړه: «زه خوښه یم چې ما او زما نورو همزولو ته په دغې پروژه کې دنده پیدا شوه؛ په دغه ډول به هم ښه دنده ومومم او هم به د خپل لاس ګټه ترلاسه کړم.»

د والي د ویاند د معلوماتو له مخې، په دغې پروژه کې ټولټال ۲۵ تنو ته، چې نیمایي يې ميرمنې دي، د کار زمنیه برابره شوه، چې له روزنې سربيره مناسب معاش هم ورته په نظر کې نیول شوى دى.

مجيدي وايي، مخکې به د بادغيس بازار ته له ګاونډي ولايت هرات څخه سوداګرو کيک راووړ، چې بيه به يې لوړه او کيفيت يې ټيت و.

د ده په وينا، نوې دستګاه د ورځې د ۷۰۰ کیلو کیک د تولید وړتیا لري، چې د قلعه نو د ښاریانو ورځنۍ اړتیاوې پوره کولى شي.