Language

په برګمټال کې د درېيو وسلوالو د وژلو ادعا وشوه

جلال اباد (پژواک ٢١ لېندۍ ٩١): چارواکي وايي، چې د نورستان په برګمټال ولسوالۍ کې د يوې نښتې په ترڅ کې درې وسلوالو وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د نورستان امنيه قوماندان غلام الله نورستاني د لېندۍ په ٢١مه پژواک اژانس ته وويل، چې پرون ناوخته د برګمټال ولسوالۍ پر ودانۍ وسلوالو بريد وکړ او شپږ ساعته يې دوام درلود.

د هغه په وينا، په دې نښته کې درې وسلوال وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

نورستاني دغه راز وويل، چې په دې پېښه کې يو پوليس هم وژل شوى او يو بل ټپي دى.

نوموړي زياته کړه، چې له وسلوالو د نښتې په ځاى کې وسلې او مهمات هم پاتې شوي دي.

قوماندان د بريد تور د پاکستان پر پوځ ولګاوه او ويې ويل: ((دا د پاکستان اردو ده، هلته دريشي ګانې وباسي، دلته راشي جنګ کوي.))

په ختيځ کې د ٢٠١ سېلاب قول اردو وياند ډګروال نعمان هاتفي د پېښې پخلى وکړ او زياته يې کړه، چې له څلورو خواوو پر برګمټال ولسوالۍ بريد وشو او له امله يې په رامنځته شوې نښته کې ګڼو وسلوالو ته مرګ ژوبله واوښته او د اردو يو سرتېرى هم ټپي شو.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم وويل، چې په ياده نښته کې درې افغان سرتېري وژل شوي او درې ټپيان دي، خو خپل لور ته يې د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.