Language

د امن تړون په نوم ګډ کنفرانس پای ته ورسېد

پېښور (پژواک ٢٣ لېندۍ ٩١): د افغانستان او پاکستان د خبريالانو لپاره د امن د تړون په نوم ګډ درې ورځينی کنفرانس پای ته ورسېد.

په دغه کنفرانس کې، چې تېره ورځ ناوخته پاى ته ورسېد د دواړو خواوو خبريالانو په دې ټينګار وکړ، چې له منفي تبليغاتو ډډه وکړي او پر ځای يې د دواړو هېوادونو د ښو اړيکو لپاره کار وکړي.

د ياد کنفرانس سمبالوونکي خبريال اقبال خټک وويل، دوى په دې هڅه کې دي، چې د جګړې پر ځاى د نورو ستونزو هواري ته لاسرسى پيداکړي.

د هغه په وينا، اوس د دې وخت دی، چې بايد رسنۍ په دواړو سيمو کې د شته ستونزو په له منځه وړلو کې کار وکړي.

په کنفرانس کې افغان خبريال هميم جلالزي د رسنيو په اوسني حالت خبرې وکړې او زياته يې کړه، چې خبريالان دا مهال په دواړو خواوو کې له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د ده په خبره، د دواړو خواوو دولتونه او  وسلوال مخالفين يې له دې امله ګواښي، چې راپورونه يې د دوی په ګټه خپاره کړي.

د کنفرانس په پاى کې د دواړو لورو د خبريالانو له خوا ګډ اووه ماده ييز پرېکړه ليک وړاندې شو او په کې راغلي وو، چې په سيمه کې د سولې او امن لپاره د افغانستان او پاکستان اړيکې په بشپړ ډول ښې نه دي او رسنۍ بايد له منفي تبليغاتو څخه ډډه وکړي.

په پرېکړه ليک کې زياته شوې وه، چې د دواړو لورو خبريالان دې د هغو خبرونو له خپرېدو ډډه وکړي، چې ولسونه ناهيلې کوي.

Related Topics