جلال اباد (پژواک ٢٣ ليندۍ ٩١): د ننګرهارولايت په بټي کوټ ولسوالۍ کې د دوو بار وړونکو موټرو د ټکر له امله يوتن ټپي او بل مړ شوى دى.
د دې ولايت د ترافيکو مدير غلام دستګير پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه نن سهار شاوخوا پنځه بجې د تورخم- جلال اباد پر لويه لار د حافظ کودي په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو پر بنسټ، په دې پېښه کې موټر چلوونکى مړ شوى او همدارنګه يې کلينر ټپي شوى دى.
د پېښې ټپي شوى تن د غني خېلو ولسوالۍ يوه نږدې روغتون ته وړل شوى دى.
د دې شفاخانې مشر ډاکټر رحمان ګل د ټپي روغتيايي حالت نازک وښود.