Language

په هرات کې پر پوليسو وسلوال بريد وشو

 هرات (پژواک ۲۳ ليندۍ ۹۱) : په هرات ولايت کې پر پوليسو د شوي وسلوال بريد په پايله کې، يو پوليس ووژل شو، بل ټپي او يو وسلوال بريد کونکى ونيول شو.

د هرات ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند نور خان نيکزاد پژواک اژانس ته  وويل ، چې دغه بريد نن (د ليندۍ په ۲۳ مه ) سهار په ٧:٣٠ بجو د٦٠٦ انصار قوماندانۍ د اوپراسيون امر پر ساتونکو دهرات ولايت په بلند آب سيمه کې شوی دی .

 د نيکزاد په وينا، د سمونوال عبد الرشيد ساتونکي هغه وخت تر بريد لاندې راغلل ، چې  دياد شوي امر له کور څخه د دفتر پر لور روان وو.  

 هغه زياته کړه،چې د بريد پر مهال د ٦٠٦ انصار قوماندانۍ داوپراسيون امر په کور کې و اوهغه ته کوم زيان نه دى رسيدلى.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د بريد پر مهال دهرات ولايت د ولايتي شورا د رييس ساتونکي له سيمې څخه  تېرېدل او د اوپراسيون امر د ساتونکو مرستې ته يې ور ودانګل .

 هغه وويل،چې دبريد پر مهال د٦٠٦ انصار قوماندانۍ د اوپراسيون امر موټر چلونکى ووژل شو، يو پوليس ټپي او يو وسلوال بريد کونکى ونيول شو.

سرچينې زياته کړه،چې دوه موټر سيکل سپاره بريدګر له سيمې څخه په تېښته بريالي شول.

 دهرات ولايت دامنيه قوماندانۍ وياند سره له دې، چې په دغه برخه کې يې د څېړنو خبر ورکړ، دا قضيه يې له شخصي دښمنوى سره تړلې وبلله،چې بريد کونکو له ياد موټر چلونکي سره درلوده.

 بلخوا بيا دهرات د ولايتي شورا غړي تورمحمد دپېښې دپخلي ترڅنګ  زياته کړه ، چې دنښتې پر مهال دهرات د ولايتي شورا د رييس  د ساتونکو موټر له سيمې څخه د تېرېدو په حال کې و.

هغه زياته کړه، چې د رييس ساتونکي په رينجر موټر کې روان وو، خو د پېښې په ليدو سره دپوليسو مرستې ته ورغلل او دوه بريد ګر يې ژوندي ونيول .

د سرچينې په وينا، ددغې نښتې په پايله کې يو پوليس وژل شوی او د رييس د يوه ساتونکي په ګډون دوه تنه پوليس ټپيان دي .

هغه د ولايتي شورا پر رييس او ساتونکو يې بريد رد او زياته يې کړه ، چې نوموړی دا مهال په کوم سفر تللی .

يوه عيني شاهد عارف عرفاني پژواک پژواک اژانس ته وويل ، چې نن سهار په سيمه کې د پوليسو او ناپېژاندو وسلوالو تر منځ نښته رامنځ ته شوې ده .

هغه وويل ، چې د نښتې په پای کې يې يو امبولانس ليدلی ، چې د پېښې له ځای څخه يې ټپيان لېږدول .

تر دې دمه ددغه بريد مسووليت چا پر غاړه نه دی اخيستی .

 

Related Topics