Language

مزارشريف( پژواک، ۲۴ ليندۍ۹۱):د بلخ ولايت په مركزمزارشريف ښار كې د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې په ملاتړ د ځوانانو ترمنځ د ځغاستې سيالي تر سره شوه.

دغه سيالۍ، چې نن د( ليندۍ په ٢٤ مه )د فساد پر وړاندې د افغاني شبكې د ځوانانو لخوا جوړه شوې وه، څه باندې ۲۰۰ ځوانانو په كې ونډه واخيسته. د دغې سيالۍ د برخوالو پر تن سپين رنګه جامې وي ، چې د فساد پر ضد شعارونه پرې ليكل شوي وو.

دغه ځوانان د مزار ښار د نور له څلور لارې څخه تر روضې مبارک پورې دوه کيلو مټره پر واتڼ ځغاسته وکړه.

په دې وروستيو کې افغانستان د شفافيت نړيوال سازمان لخوا د هغو هېوادونو په لومړي کتار کې ثبت شوى، چې په کې اداري فساد خپل اوج ته رسېدلى دى.

د فساد پر وړاندې د افغاني شبكې غړي او د يادې ځغاستې يوتن سمبالوونكي مختار وفايي ،پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دوى ډېر د شرم احساس كوي، چې هېواد يې د يوه نړيوال خپاره شوي راپور پر بنسټ د نړۍ لومړى مفسد هېواد ګڼل شوى دى.

نوموړي زياته كړه، چې د بلخ ولايت اوسېدونكي هم هره ورځ په دغه ولايت كې له روان اداري فساد سره لاس او ګرېوان دي.

وفايي وويل: ((په بلخ كې به داسې دولتي اداره نه وي، چې ورننوځې او له فساد سره پكې مخ نه شې.))

د ځغاستې سمبالوونكي وفايي وويل، چې د همدې ستونزې د حل په موخه يو مثبت بدلون ته اړتيا ده او دوى د يادې ځغاستې په تر سره كولو سره د دغه بدلون د راوستو هڅه كړې ده.

د هغه په وينا، په دغې سيالۍ كې د مزارشريف ښار څه باندې ۲۰۰ ځوانانو او تنکيو ځوانانو په داسې حال كې ونډه اخيستې وه، چې د ژمي ساړه ښه په زور كې و.

نوموړي وويل، دا په ډاګه كوي، چې د بلخ اوسېدونكي نه يواځې،په هېواد كې له روان فساد څخه په تنګ دي، بلكې د له منځه وړلو هڅه يې هم كوي.

وفايي زياته كړه، چې په ياده سيالۍ كې قربان علي، احمد رشاد او احمد ضيا په پرله پسې توګه لومړى، دويم او درېيم مقام ترلاسه كړ.

د لومړي مقام ګټوونكي قربان علي وويل،دى خوښ دى، چې د فساد پر وړاندې په روانه مبارزه كې يې په فزيكي ډول ونډه واخيسته.

نوموړي له دولت څخه هيله وكړه، چې د فساد پر وړاندې روانه مبارزه لا پسې جدي كړي او عام ولس د اداري فساد د زيانونو په اړه خبر كړي.

په دغه سيالۍ كې د شمال زون د ادراي فساد پر وړاندې د مبازرې دولتي مسوولينو هم ونډه اخيستې وه.

په مزارشريف كې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د شكايتونو امرعبدالولي پژواک ته وويل، چې د فساد پر وړاندې په روانه مبارزه كې د ځوانانو ونډه ډېر اهميت لري.

نوموړي له ځوانانو څخه د مننې ترڅنګ وويل، چې د ځوانانو ورته چارې به په هېواد كې د فساد پر وړاندې روانه مبارزه لا پسې ګړندۍ كړي.

څه موده وړاندې د شمال زون د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس شمس جاويد هم پژواک سره په ځانګړې مركه كې ويلي و، چې په دغه ولايت كې له ولايت مقام څخه پرته نورې ټولې ادارې په فساد كې ښكېل دي.

د يادونې ده، چې تر دې مخکې په هرات او ځينو نورو ولايتونو کې هم ورته د ځغاستې سيالۍ ترسره شوي او په باميانو کې يو شمېر نجونوهم د ورته سياليو په ترسره کولو کې په هيواد کې د فساد د له منځه وړلو غوښتنه کړې ده.