غزني ښار (پژواک ،٢٤ لیندۍ ٩۱): په داسې حال کې، چې په غزني کې له شاوخوا ۱۵۰۰ اړو کورنيو سره د ژمنيو توکيو مرسته وشوه، اړ خلک وايي، چې دغه مرستې يې بسنه نه کوي.
دغزني د والي مرستیال محمدعلي احمدي ددې مرستي دوېشلوپر مهال پژواک خبري اژانس ته وویل، چې په دغو مرستو کې خوراکي توکي، ګرمې جامې او شړۍ شاملې دي، چې د ملګرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ (UNHCR) د نړيوال خوراکي پروګرام ( WFP )او د غزني د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست لخوا نن اړو خلکو ته ووېشل شوې.
نوموړي زياته کړه، چې دا مرستې له هغوکسانوسره وشوې، چې له بهر څخه هیواد ته بېرته راستانه شوي اویاهم ډیربې وزله دي.
خو هغه وويل : ((موږپه دې مرستو راضي نه یو،دبې وزلو کسانو شمېره ډیره زیاته ده، زه له خیریه موسسواو د کډوالو له ریاست څخه غواړم، چې خپلو مرستوته ادامه ورکړي.))
د غزني د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو رييس عبدالباري رحیمي وويل، چې دوى نن د غزني ښار له ۱۵۰۰ کورنيو سره د کمپلو او ګرمو جامو په ګډون د هر کور لپاره د ۲۶ قلمه بېلابېلو توکيو مرسته کړې.
رحيمي وايي، چې دغه مرستې هغو کورنيو ته وېشل شوي، چې بې وزله دي، له بهر څخه د بېرته ستنېدو فورمې يې ډکې کړي او يا هم له بل ولایت څخه غزني ښارته راکډه شوي دي.
د غزني د کډوالو ريیس هم وويل، چې دغه مرستې بسنه نه کوي او باید ددې ولایت له بې وزلو اوبې ځایه شویو خلکو سره زیاته مرسته وشي.
هغه کسان، چې دغه مرستې يې ترلاسه کړي د خوښۍ په څرګندولو سره، وايي چې باید له دوی سره نورې مرستې هم وشي.
غزني ښار ته له جغتو ولسوالۍ څخه راغلي محمد حسن وويل: (( تراوسه هېڅ دولت راته توجه نده کړې، اولادونه مې له یخ څخه ټول ناروغ شول، دا مرسته چې نن وشوه، ښه ده، خو زموږبسنه ورباندې نه کیږي.))
هغه زياته کړه، چې دوى ته بايد په ځانګړي ډول ګرمې جامې او د سون مواد ورکړل شي، تر څو راتلونکى ژمى له ګواښ پرته تېري کړي.
د يادونې ده، چې د نورو ولایتونو په څېر په غزني کې هم زیات شمېر بې وزله اویاهم له نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه راغلي کډوال ژوندی کوي، چې ددوى په خبره ، اوس مهال له سختو ستونزو سره مخ دي.