Language

هرات( پژواک، ۲۴ ليندۍ۹۱): په هرات ښار کې د۱۴۰ ماشومانو په لاس د کښل شويو انځورنو نندارتون ، د ښوونځيو د درې نجونو د لاس د انځورونو په غورواي سره نن پاى ته ورسېد.

په دغه نندارتون کې ټول د ماشومانو په لاس کښل شوي انځورونه نندارې ته ايښودل شوي و .

  ددغه نندارتون د انځورونود کښونکو ماشومانوعمرونه له ٧څخه تر ١٤کلونو پورې و او د سولې د ټينګښت په موخه جوړ شوى و.

په هرات کې ماشومانو ته د خپرېدونکې سلام، سلام، بچه ها؛ په نوم د مجلې مدیرې مېرمن ثریا رحیمي، چې د دغه نندارتون، د پرانېستلو نوښتګره وه، پژواک خبري اژانس ته وویل، چې له دغه کار څخه يې  يوه موخه د ماشومانو ذهني قوت او بله د سولې د ټينګښت هیله ده .

هغې زياته کړه، چې د انتظارخلاف سلګونه کورنيو له نندارتون څخه کتنه وکړه .

میرمن رحیمي زياته کړه، چې په هرات سربېره به د ماشومانو په لاس جوړ دغه رسمونه د هیوا په مرکز او نورو ولایاتو کې هم نندارې ته وړاندې کړي .

د هغې په خبره، په تاجکستان کې دافغانستان سفیر هم هغه هیواد ته بلنه ورکړې، چې په دوام به یې له هیواد څخه بهر هم دا انځورونه ولیږدوي، خو داچې کله؟ دقیق وخت يې نه دى معلوم.

دغه نندارتون څلور ورځې مخکې د سلجوقي په تالار کې په هرات کې د امریکا د قونسلګرۍ د فرهنګي څانګې په مالي مرسته پرانستل شوى و.

 ددې انځورونو له ډلې درې غوره اعلان شول،چې لومړى يې د مهرافرین په نوم دیوې ۱۱ کلنې نجلۍ ، دويم يې د شبنم په نوم د يوې نجلۍ او درېيم يې د يوې بلې نجلۍ رسم و.

  د هرات د نادولتي ادبي ټولنې ریيس ولي شاه بهره پژواک ته وویل: (( د دغو رسمونو کتنې ډیر اغیزمن کړم،هغه دا چې دلته ماشومان د جګړو ترڅنګ د سولې هیلې هم لري .))

د هرات د اطلاعاتو اوکولتور ریيس احمد احسان سروریار وویل چې ورته هڅې به دوامداره وساتي، په    دغه ډول هڅو د ماشومانو استعدادونه لاپیاوړي کیداى شي.