Language

کابل(پژواک٢٥ ليندۍ٩١): ولسمشر حامدکرزي د افغان ـ ترک، ښوونيز او روزنيز بنسټ ته  د غوره او قدر وړ چوپړ له امله د غازي مير مسجدي خان عالي دولتي مډال ورکړ.

د ولسمشر د وياند له دفتر څخه د ليندۍ په ٢٥مه، پژواک خبري اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې حامد کرزي دغه مډال نن د افغان – ترک بنسټ مشر نعمان اردوغان ته په ارګ کې ورکړ.

کرزي  د افغانستان خلکوته د دغه بنسټ د غوره خدمتونو له امله مننه اردوغان څخه مننه وکړه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر د افغان ـ ترک د ښوونيز ـ روزنيز بنسټ کارکوونکو ته د افغان ولس د بچيانو د ښې ښوونې او روزنې په لاره کې د لازياتو برياوو هيله وکړه او د دغه بنسټ له مشر څخه يې وغوښتل چې په افغانستان کې دې د نجونو ښوونځي پراخ کړي.

د سرچينې د معلوماتو له مخې،  نعمان اردوغان په افغانستان کې د افغان ـ ترک د تعليمي موسسو  په اړه ولسمشر کرزي ته معلومات ورکړل، وېې ويل چې  اوس مهال په افغانستان کې د دوى ۲۷ تعليمي موسسې فعالې دي او په هغوکې ۶۰۰۰تنه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي چې د ۴۴۴ تنو استادانو لخوا ورته درس ورکول کيږي.

ده ويلي چې  د دغو موسسو له جملې څخه درې  د نجونو ښوونځي دي خو په پام کې ده چې دغه شمېره لوړه کړي.

په دغو مراسمو کې نعمان اردوغان په عثماني دورې پورې اړوند د لاسي صنايعو يوه کوزه او چلمچي د هېواد جمهوررئيس ته د يادګار په توګه ډالۍ کړل.

د افغان ـ ترک، ښوونيز ـ روزنيز بنسټ له ۱۹۹۵ زېږديز کال را په ديخوا د پوهنې له وزارت سره د لاس ليک شوي تړون له مخې د پوهنې په ډګرکې د يوه نادولتي فعال ښوونيز ـ روزنيز بنسټ په توګه فعاليت کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې،   افغان – ترک  د خپلو شپاړسو ښوونځيو له لارې  تر دې مهاله ۲۹۰۳ تنه له دولسمو ټولګيو څخه فارغ کړي چې غوڅ اکثريت يې د لوړو زده کړو موسسو ته لاره پيدا کړې ده.

سرچينه ليکي چې دغه بنسټ په همدې موده کې په نړيوالو تعليمي سياليوکې د افغان ـ ترک د ښوونځيو د زده کوونکو د ګډون له لارې ۵۱ د سروزرو،۷۳ د سپينو زرو او ۸۸ د ژيړو، ټول د۲۱۲ مډالونو په لاس ته راوړلو سره چې يوازې ۷۵ يې په روان کې ترلاسه شوي دي، د افغانستان په ښوونيز ډګر کې لويه لاس ته راوړنه ده .

Related Topics