کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩١): ولسمشر کرزي د ترهګرۍ په وړاندې د هغوی د ملاتړ او تمويل په سيمو کې پر جګړې د ټينګار ترڅنګ وويل، غواړي د امريکا او ناټو ځواکونه ډېر ژر د افغانستان له کليو نه خپلو پوځي مرکزونو ته ستانه شي.
حامد کرزي، چې په کابل کې يې د سفيرانو او د قونسلګريو مسوولينو ته په يوه ناسته کې خبرې کولې، وويل، کله چې امريکا او ملګري يې د ترهګرۍ پر ضد جګړې کې افغانستان ته راغلل، نو افغانانو له دوى سره پراخه مرسته وکړه، چې په پايله کې افغانستان د طالبانو او القاعدې له منګولو وژغورل شو.
نوموړي څرګنده کړه، افغانان د ترهګرۍ پر ضد مبارزه کې هره ورځ قرباني ورکوي، چې نړۍ بايد د افغانانو قرباني هيره نه کړي او د دوى د قربانيو پوروړې واوسي.
هغه وويل، د افغانستان له نظره د ترهګرۍ پر ضد جګړه په افغانستان کې نه، بلکې په هغو ځايونو کې ده، چې له هغه ځايونو ترهګر روزل کيږي، ملاتړ او مفکوره ورکول کيږي.
ولسمشر په دې اړه د کوم هېواد نوم وانخيست، خو پاکستان تل له وسلوالو مخالفينو څخه په ملاتړي تورن دى، چې دغه تورونه بيا پاکستان رد کړي دي.
کرزي زياته کړه، ناټو او امريکايي ځواکونه له ٢٠١٤ کال څخه وروسته له افغانستانه وځي او په ٢٠١٣ زېږديز کال کې د امنيت لړۍ هم له بهرنيو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته سپارل کيږي او دوى شتون پاى ته رسيږي.
ولسمشر وويل، په دې هڅه کې دى چې دا کار ژر تر سره شي.
هغه زياته کړه، په دې هيله يم چې بهرني ځواکونه د افغانستان له کليو، کوڅو او بازارونو څخه ژر تر ژره ووځي او خپلو مرکزونو ولاړ شي، ترڅو ورو، ورو تر ٢٠١٤ کال پورې له افغانستانه خپلو هېوادونو ته ستانه شي.
کرزي زياته کړه، له ٢٠١٤ کال وروسته په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو شتون بايد د ژورو ستراتيژيکو اړيکو پر بنسټ ولاړ وي، د دوى شتون جګړه ييز تاکتيکي شتون ونه اوسي، دوى دې د افغان ځواکونو په روزنې او سمبالښت کې مرسته وکړي.
هغه يو ځل بيا په ټينګار سره وويل، چې افغانستان به له ٢٠١٤ کال وروسته د خپلو پرمختګونو لړۍ ته دوام ورکړي او د بهرنيو ځواکونو وتل به هم د هغو تبليغاتو پر خلاف، چې په لوېديځو رسنيو او مطبوعاتو کې خپرېږي، تر سره شي او د افغانستان خلک به سوکاله ژوند ولري.
هغه د هېواد له سفيرانو او د قونسلګريو له مسوولينو وغوښتل، له بهرنيانو سره د خبرو اترو پرمهال د يوه افغان په شان خبرې وکړي، چې زرګونه کاله تاريخ لري او دغه درې لسيزه جګړه ورباندې کومه اغېزه نه شي کولاى.
حامد کرزي زياته کړه: ((تاريخ شاهد دى، چې د سيمې شهزاده ګان يو، ولې دا چې د زمانې پېښو شهزاده دې ځاى ته راوستى دى؛ خو بيا يې هم د شهزادګۍ طبيعت له لاسه نه دى ورکړى.))
هغه د قونسلګريو له مسوولينو او سفيرانو وغوښتل، چې د نړۍ له هېوادونو سره په اړيکو کې خپل افغاني فرهنګ او غرور څرګند کړي.
نوموړي وويل، په افغانستان کې بېلابېلې ډلې او ګوندونه جلا جلا ليدلوري لري، خو دغه ليدلوري په کورنيو مسايلو پورې اړوند دي او افغاني ډيپلوماټان بايد په بهر کې د افغانستان په استازيتوب خبرې وکړي.
همدارنګه ولسمشر له افغان ډيپلوماټانو څخه وغوښتل، چې په نړيوالو ناستو کې د (غونډو خبرو) ته ښه ځير واوسي.
نوموړي څرګنده کړه، د امان الله خان، محمد ظاهر، محمد داوود او ان تر يوه حده د خلق او پرچم د حکومتونو په وخت کې د نړيوالو کنفرانسونو ياداښتونه شته دي.
خو هغه وويل، فکر نه کوم چې په ورسوتيو لسو کلونو په هماغه اندازه ياداښتونه په بهرنيو چارو وزارت کې وي.
هغه زياته کړه، چې افغانستان کابو لس کاله وړاندې يو نوى ژوند پيل کړ او په دې موده کې يې له يوې (ډاروونکي ګوښه توب) او هغه کورنۍ ستونزې يې چې لرلې لکه د ښوونځيو تړل او داسې نور، ځان وژغوره.
ولسمشر وويل، افغانستان په دې موده کې ډېرې لاسته راوړنې، په ځانګړي ډول د نړيوالو اړيکو په پراخولو کې درلودې.
کرزي دغه لاسته راوړنې د افغانستان د خلکو د قربانيو پايله وبللې او زياته يې کړه، چې افغانستان اوس له خپلو ګاونډيانو سره څو اړخيزه سياست پر مخ وړي او همدارنګه د نړۍ له يوه لري هېواد سره هم خپلې اړيکې لري او د نړيوالو سازمانونو، لکه ايکو، شانګهاى او سارک غړيتوب لري.
هغه وويل: افغانستان له دې سره چې د امريکا يو ستراتيژيک ملګرى دى، له چين، روسيې او ايران سره هم پراخه اړيکې لري؛ دا په داسې حال کې ده، چې له هند سره هم ستراتيژيکې اړيکې لري، خو له پاکستان سره هم ښې اړيکې لري.
هغه د افغانستان او پاکستان اړيکې د ورورګلوۍ اړيکې وبللې او همدارنګه يې له پاکستان څخه هم د ورته اړيکو د ټينګولو غوښتنه وکړه.
کرزي له ګاونډيو سره د اساسي اړيکو شتون ته اشاره وکړه او زياته يې کړه: له دې سره چې په افغانستان بريدونه شوي، خو بيا هم افغانستان کوښښ کړى، ترڅو له ګاونډيو سره ښې اړيکې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې د تېرو دوو کلونو په موده کې د افغانستان سرحدي سيمې په وقفه يي توګه د پاکستان له لوري په راکيټونو ويشتل شوې، چې په پايله کې يې ډېر مالي او ځاني زيانونه اړولي دي.
همدارنګه د هېواد ولسمشر وويل، چې له امريکا سره د افغانستان ستراتيژيکې اړيکې يوه اړتيا ده او ايران بايد په دې پوه شي.
همدارنګه هغه له ايران سره دوستانه اړيکې هم مهمې وبللې او ويې ويل، چې امريکا هم بايد دغه اړيکې درک او پرې پوه شي.
نوموړي د دغې خبري غونډې په پای کې څرګنده کړه، چې د راتلونکې جنوري مياشت کې د امريکا متحده ايالاتو ته سفر لري او په ترڅ کې به يې له امريکا سره د امنيتي تړون په اړه خبرې وکړي.
د ده په وينا، په دې اړه به د افغانستان د ملي حاکميت، پرمختګ، سولې او امنيت د تامين په نظر کې نيولو سره له امريکايي چارواکو سره خبرې وکړي.
کرزي وويل ، چې ګڼ هېوادونه له افغانستان سره د ستراتيژيکو اړيکو زياته هيله لري، خو افغانستان به د خپلو ګټو په نظر کې نيولو سره په دې اړه اقدام وکړي.
د افغانستان د بهرنيو چارو وزير ډاکټر زلمي رسول د سفيرانو او قونسلانو کلني کنفرانس ته په خپله پرانستونکې وينا کې وويل، چې دغه کنفرانس به پنځه ورځې دوام وکړي.
هغه وويل، چې په دغه کنفرانس کې به په درې کلنې ستراتيژۍ او د بهرنيو چارو وزارت په لومړيتوبونو بحث وشي.
نوموړي همداراز زياته کړه، په دغه کنفرانس کې د بهرنيو دوکتورينو د بشبړې شوې مصوبې د اساساتو په اړه بحث کيږي او وروسته به ولسمشر ته وسپارل شي.