د روان لمريز کال د لېندۍ په ١٢مه يوې ډلې وسلوالو طالبانو د جلال اباد پر هوايي ډګر ډله ييز بريد کړى و.
په دغه بريد کې، چې څو ساعته يې دوام درلود، اته بريدګر او درې امنيتي ساتونکي ووژل شول او يو شمېر نور ټپيان وو.
د ملي دفاع وزارت له خوا د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، داسې يو کس يې نيولى چې په ياد بريد کې يې لاس درلود.
سرچينې زياته کړې، چې د ملي اردو د ځانګړې قطعې اړوند ځواکونو تېره ورځ د ننګرهار د بهسود ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات کړي او يو تن يې نيولى دى.
د ملي دفاع وزارت ويلي، چې دغه نيول شوي کس د جلال اباد پر هوايي ډګر په شوي بريد کې لاس درلود.
وسلوالو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.