Language

د وسلوالو طالبانو د يوه ډلمشر د وژلو ادعا وشوه

محمودراقي (پژواک ٢٦لېندۍ ٩١): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې نن سهار د دغه ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د وسلوالو طالبانو يو ډلمشر وژل شوى او د  ملي اردو دوه سرتېري ټپيان شوي دي.

د کاپيسا د امنيه قوماندانۍ وياند سمونوال اسدالله حميدي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن  له غرمې مخکې  د دولتي ځواکونو د چاڼيزو عملياتو پر مهال د تګاب په يتيمانو سيمه کې نښته رامنځته شوه.

دى وايي، د دولتي ځواکونو او وسلوالو مخالفينو په دې نښته کې، چې شاوخوا ١٥ دقيقې يې دوام درلود، د ملي اردو د دوو سرتېرو د ټپي کېدو ترڅنګ ، د شېرشاه په نوم د وسلوالو طالبانو يو ډلمشر ووژل شو.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په دې نښته کې درې دولتي سرتېري وژل شوي دي .

  د تګاب د جويبار سيمې اوسېدونکى عبدالرقيب وايي، چې نن په يتيمانو کې نښته شوې، خو دى يې د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لري.

دولتي ځواکونو د لېندۍ په ٢١مه  په دې ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات پيل کړي او تر اوسه دوام لري.

د کاپيسا د امنيه قوماندان عبدالحميد ايرګن په وينا، تر دې دمه په عملياتو کې  ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي او ٨ نور ټپيان شوي دي .

دى وايي، چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو  درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي . 

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال  يو پوليس هم ټپي شوى، خو  ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتي.

خو د جويبار اوسېدونکى عبدالرقيب وايي، چې د يادو عملياتو له پيل څخه تر اوسه په بېلابېلو سيمو کې د نښتو پر مهال  د يوې ښځې په ګډون ٤ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپي شوي دي .

دغه راز ده وويل، چې سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې  د دې ولسوالۍ د يتيمانو، قورغل، ميراخېلو او ادې زيو له کليو نورو سيمو ته کډه شوې دي.

Related Topics