کابل (پژواک ٢٦ لېندۍ ٩١): وسلوالو طالبانو د ملګرو ملتونو هغه راپور رد کړ، چې ګواکې په وروستيو درېيو مياشتو کې زياته مرګ ژوبله د وسلوالو طالبانو له خوا رامنځته شوې ده.
ملګرو ملتونو دوه ورځې مخکې د ملکي تلفاتو په اړه د روان زېږديز کال د درېيمې ربعې په خپل راپور کې ويلي، چې په افغانستان کې د ملکي تلفاتو کچه ٣٠ سلنه لوړه شوې ده.
سرچينې زياته کړې، چې په دې موده کې ٩٦٧ ملکي وګړي وژل شوي او ١٥٩٠ نور ټپيان شوي، چې د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، په دې مرګ ژوبله کې ٨٠ سلنه يې د وسلوالو طالبانو، ٦ سلنه يې د دولتي ځواکونو او د پاتې نورو په اړه يې څه نه دي ويلي.
وسلوالو طالبانو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ملګرو ملتونو ياد راپور رد کړى او دا يې له حقيقت څخه لرې بللى دى.
د طالب وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د لېندۍ په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ملګرو ملتونو په راپور کې د بهرنيو ځواکونو په بمباريو او بريدونو کې د عامو وګړو مرګ ژوبلې ته هېڅ اشاره نه ده شوې.
سرچينې زياته کړې، چې په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر (يوناما) تل د ملکي تلفاتو پړه پر طالبانو اچوي، په داسې حال کې چې طالبانو د دغه ډول تلفاتو د بې پرې پلټنو غوښتنه کړې، خو يوناما دغې غوښتنې ته تر اوسه مثبت ځواب نه دى ويلى.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي، چې يوناما د دغه راپور په جوړولو کې نه له طالبانو سره خبرې کړي او نه يې د دوى دريځ معلوم کړى؛ ځکه نو دغه راپور له حقيقت څخه لرې ده او هڅه شوې، چې د دغه راپور له لارې پر طالبانو فشار راوړل شي.
د ملګرو ملتونو په ياد راپور کې راغلي،چې ډېره ملکي مرګ ژوبله د هغو ماينونو له امله رامنځته کېږي، چې د وسلوالو طالبانو له خوا ځاى پر ځاى شوي دي.
خو طالبانو ويلي، چې دوى ماينونو ته د ريموټ کنټرول له لارې پر ټاکل شوي هدف باندې چاودنې ورکوي.
وسلوالو طالبانو له ټولو بې پرې ارګانونو او خپلواکو رسنيو غوښتي، چې پر دولتي او بهرنيو شمېرو دې بسنه نه کوي،کوم چې د طالبانو له خوا تاييد شوي نه وي او نه دې هم طالبانو ته منسوبوي.
په ياده خبرپاڼه کې وسلوالو طالبانو په تېرو شپږو مياشتو کې د هغو ملکي تلفاتو بېلګې هم وړاندې کړي، چې په بېلابېلو سيمو کې د بهرنيو ځواکونو له خوا ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP