کابل (پژواک ۲۶ لېندۍ ۹۱): ولسمشر د طبي اخلاقو پر رعايت د ټينګار ترڅنګ له اړوند وزارتونو وغوښتل، څو د لابراتوار زده کړې هم په طبي لوړو زده کړو کې شاملې کړي.
ولسشمر کرزي په کابل کې (د طبي اخلاقو د لوړاوي ملي کنفرانس) په نوم کنفرانس ته په خپله وينا کې وويل، چې افغانستان د طبابت په برخه کې د نړۍ تر ټولو وروسته پاتى هېواد دی او لا هم ګڼ افغانان د درملنې لپاره بهرنيو هېوادونو ته ځي.
ولسمشر وويل، چې د طبابت په برخه کې پرمختګ وخت ته اړتيا لري او دغه کار په بېړه امکان نه لري.
هغه زياته کړه: “خو موږ بېړه لرو او بېړه مو په دې مانا ده، چې يو ښه روغتيايي بنسټ کېږدو.”
د کرزي په وينا، دا مهال په افغانستان کې د ناروغيو د تشخيص او لا براتوار برخې ته پاملرنه نه ده شوې، په داسې حال کې چې لابراتوار او طبي ټيکنالوجيست په طبابت کې مهمه برخه ده؛ ځکه چې يو ډاکتر له لابراتواري تشخيص پرته نه شي کولای ناروغي تشخيص کړي.
هغه زياته کړه: “موږ ډاکتر لرو، چې د ناروغ درمنله وکړي، خو له بده مرغه چې په افغانستان کې سم تشخيص نه کېږي.”
د کرزي په وينا، په نوره نړۍ کې دې برخې ته ډېره پاملرنه کېږي او د دې برخې کار کوونکي له لوړو زده کړو برخمن وي.
ولسمشر زياته کړه، چې په افغانستان کې هم بايد دې برخې ته پاملرنه ډېره شي.
نوموړي د لوړو زده کړو او د عامې روغتيا له وزارتونو وغوښتل، چې د لابراتوار زده کړې هم په اکاډميکه ساحه کې شامله کړي او په دې برخه کې دې تر ماسټرۍ او دوکتورا پورې زده کړې ورکړل شي.
هغه وويل، چې د لابراتوار برخې کارکوونکو ته دې د ډاکترانو غوندې د پوهيالي، پوهنيار او داسې نورې، چې ډاکترانو ته ورکول کېږي، علمي رتبې ورکړل شي.
د ده په وينا، هغه ځوانان چې د لابراتوار برخې زده کړو ته لاره پيداکوي، بايد وپوهېږي چې يوې مهمې برخې ته يې لاره پيدا کړې ده.
دا مهال د استاد غضنفر د روغتيايي علومو په انسټيټيوټ او د لوړو زده کړو په نورو خصوصي موسسو کې د دوو کلونو لپاره د لابراتوار په څانګه کې زده کړې ترسره کېږي.
ولسمشر په دې غونډه کې همدا راز د طبي اخلاقو مرعاتولو ته په اشارې سره وويل: “د ناروغ راز ساتل خورا مهم دي، له ناروغ سره سم وضعيت مهم دی، د ناروغ له پايواز سره سم چلند مهم دی، ناروغ ته زيات وخت ورکول مهم دى او د ناروغ خبرې اورېدل مهم دي.”
ولسمشر زياته کړه، چې د هېواد په ځينو روغتونونو کې ډاکتران له خپلو ناروغانو سره سم چلن نه کوي او د طبابت اخلاق په پام کې نه نيسي.
نوموړي طبابت د انسانيت د خدمت څانګه ووبلله او ويې ويل، هغه څوک چې ډاکتر کېږي نو بايد د نورو په پرتله ډېر زړه سواند او مهربانه و اوسي او ټولنې ته د ښه خدمت جوګه شي.
د هغه په وينا، نن سهار يې د تلويزيون له لارې يو خبر اورېدلى، چې په کابل کې د يوه خصوصي روغتون ډاکتران په داسې حال کې، چې يوه ناروغ ته د عملياتو په جريان کې خونريزي پيدا شوې وه، له خپلو نرسانو سره د عملياتو له خونې وتلي وو.
نوموړي دغه کار د ناروغ په حق کې يو لوى ظلم وباله او د عامې روغتيا وزيرې ته يې دنده وسپارله، تر څو دا قضيه په جدي توګه وڅېړي.
هغه د عامې روغتيا له وزارته وغوښتل، چې له دولتي او خصوصي روغتونونو دې په منظمه او جدي توګه څارنه او څېړنه وکړي.
د کرزي په وينا، دا چې خصوصي روغتونونه د خدمت په بدل کې له ناروغانو پيسې اخلي، نو بايد په هماغه ډول يې خدمت او پاملرنه وکړي.
هغه دا هم وويل، له سره صليبه يې يو داسې راپور هم ترلاسه کړى، چې امنيتي ځواکونه خپل ناروغان په زوره روغتونونو ته داخلوي او نوبت ته په نه پاملرنې سره پر ډاکترانو زور راوړي، چې د ناروغ درملنه يې وکړي.
هغه وويل، چې نن به د ملي امنيت شورا په ناسته کې ياده موضوع وړاندې کړي، څو امنيتي ځواکونه بايد له دې ډول کړنو را وګرځي.
د لوړو زده کړو وزير ډاکتر عبيدالله عبيد، که څه هم د ولسمشر د هغې خبرې په اړه، چې لابراتوارونه دې هم په طبي لوړو زده کړو کې شامل کړي، څه ونه ويل، خو په پوهنتونونو کې يې د طبابت د اخلاقو په رعايتولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې په هېوا کې د طب پوهنتونونو او طبي پوهنځيو محصلينو ته د طبابت د اخلاقو زده کړې ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، چې ډاکتر بايد د ځان خوښونې او غرور پر ځاى د ناروغ ستونزو ته غوږ شي او له امرانه چلنده کولو، د غير ضروري درملو او معايناتو له ورکولو او له هغو جراحيو او درملو له ورکولو دې ډډه وکړي، چې د سند له مخې نه وي.
د عامې روغتيا وزيرې ډاکتر ثريا دليل وويل، چې په دې دوه ورځنۍ غونډه کې د طبابت د اخلاقو په پنځو اصلونو (د ناروغ او طبيب ترمنځ د باور اصل، مسلکي توب، د نرس په توګه دنده اجرا کول يو امتياز دى، د ناروغ د راز پټول او محرميت، د ډاکتر، پايوازانو او ناروغ تر منځ پر متقابل احترام) خبرې کېږي.
د هغې په وينا، بايد په ټولو روغتيايې مرکزونو کې له مراجعينو سره يو شان چلند وشي.
نو موړې زياته کړه: “موږ ډاکتران، قابله ګانې، نرسان، د لابراتوار او نور روغتيايي کارکوونکي نه يواځې د طبابت اخلاق خپل مسووليت پېژنو، بلکې هغوته د معنوي ارزښت له مخې وده ورکو او په روغتيايې سيستم کې يې بنسټيز کوو.
د دليل په وينا، هغه وړانديزونه، چې په دغه کنفرانس کې وړاندي کېږې، د يو خبر په توګه به د کابينې په مجلس کې ولسمشر ته وړاندې شي.
په دغه کنفرانس کې سلګونو تنو، چې په کې روغتيايې متخصصين، د عامې روغتيا او لوړو زده کړو چارواکي شامل وو، کډون کړى وو.
په دې غونډه کې د ولسمشر کرزي له خوا د هېواد يو نامتو ډاکتر الف شاه غضنفر ته يو ستاينليک ورکړل شو.
ډاکټر الف شاه غضنفر د لو ګر ولايت په کلنګار کلي کې زېږيدلې، وروسته له هغه چې لومړنۍ زده کړي په افغانستان کې بشپړې کړي، په کال ١٣٣١ لمريز کال کې د افغانستان د حکومت له خوا د طب په برخه کې د لوړو زده کړو لپاره د بيروت امريکايي پوهنتون ته، چې په لبنان کې دى ولېږل شو.
غضنفر، وروسته له هغه چې د بيروت له پوهنتون څخه يې د دوکتورا سند ترلاسه کړ، د امريکا هارورد پوهنتون ته ولاړ.
نوموړي د کابل په طبي پوهنتون کې هم د استاد په توګه دنده ترسره کړې او د څه مودې لپاره يې د فارمسي ريسس هم پاتې شوى دى.