Language

په تګاب کې د ١٢ وسلوالو مخالفينو د وژلو خبر ورکړل شو

محمودراقي (پژواک، ٢٦ ليندۍ ٩١): د کاپيسا امنيتي چارواکي وايي، چې د دې ولايت په تګاب ولسوالۍ کې چاڼيز عمليات له شپږو ورځو وروسته پاى ته ورسېدل.

د کاپيسا امنيه قوماندان عبدالحميد ايرګن پژواک خبري اژانس ته وويل، په دې عملياتو کې چې نن مازيګر پاى ته ورسېدل،  ١٢ وسلوال مخالفين وژل شوي او ١٠ نور ټپيان دي.

دى وايي، په يادو عملياتو کې د ملي اردو درې سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

ايرګن زياته کړه، چې د عملياتو په جريان کې ٣٣ کلي له وسلوالو مخالفينو پاک شول.

د هغه په وينا، د عملياتو پر مهال يو پوليس هم ټپي شوى، خو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

خو د جويبار اوسېدونکى عبدالرقيب وايي، په يادو عملياتو کې په بېلابېلو سيمو کې د نښتو پر مهال  د يوې ښځې په ګډون ٤ ملکي وګړي وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي.

دغه راز ده وويل، چې سلګونه کورنۍ د جګړې له وېرې د دې ولسوالۍ د يتيمانو، قورغل، ميراخېلو او ادې زيو له کليو نورو سيمو ته کډه شوې دي.

هغه له حکومته وغوښتل، چې د جګړې پرمهال دې ملکي خلکو ته زيان نه رسوي.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد پژواک اژانس ته وويل، چې نن له غرمې وروسته د تګاب په جالوخېلو سيمه کې د يوې چاودنې له امله پنځه عسکر وژلي او ٢ ټپيان کړي دي.

خو د کاپيسا امنيتي چارواکو دغه خبره نه تاييدوي.