Language

مزارشريف ( پژواک ٢٦ ليندۍ ٩١ ) : د سمنګان ولايت د بېلابېلو ښوونځيو ١٨٠٠زده كوونكو د كانكور په ازموينه كې برخه واخيسته.

 د دغه ولايت د پوهنې رياست اداري مرستيال بشير صلاحي د ليندۍ په ۲۶مه، پژواك خبري اژانس ته وويل، چى په دغه ولايت كې د كانكور ازموينه په دوه پړاونو كې پرون پيل او نن پاى ته ورسېدله.

 نوموړي زياته كړه، چې په دغه ازموينه كې د سمنګان ولايت د ۶۰ لېسو ۱۸۰۰ زده كوونكو برخه واخيسته، چې ۶۰۰ يې نجونې وې.

 د هغه په وينا، د كانكور ازموينه د مركز او سمنګان ولايت د استادانو تر څارنې لاندې تر سره شوه، چې تر پايه يې له كومې ستونزې سره مخ نه شول.

 د سمنګان ولايت د مركز له لېسې څخه فارغ محمد اسلم پژواك خبري اژانس ته  وويل، چې خوښ دى د كانكور په ازموينه كې يې برخه واخيسته.

 نوموړي زياته كړه، چې د كانكور ازموينې لپاره يې په ښه توګه چمتوالى نيولى و او هيله لري، چې  خپل انتخاب شوي پوهنځي ته بريالى شي.

 د هغه په وينا، د ازموينې پوښتنې په نسبي ډول ښې جوړې شوې، چې د منځنۍ كچې زده كوونكو به په اسانه حل كړې وي.

 د پوهنې اداري مرستيال صلاحي وويل، چى تېر كال هم په سمنګان ولايت كې ۱۱۰۰ كسانو د كانكور ازموينه كې برخه اخيستې  وه.

نوموړي زياته كړه، چې ۶۰۰ ګډون كونكي يې لوړو زدکړو ته، ۴۰۰ يې نيمه لوړو زده كړو ته او ۱۰۰ يې بې نتيجې پاتې وو.

 د هغه په وينا، دوى هيله لري، چې په سږنۍ ازموينه كې به هم د سمنګان ولايت د زده كوونكو پايله ښه وي.

Related Topics