ښرنه (پژواک ٢٦ لېندۍ ٩١): د پکتيکا ولايت په مرکز او ولسواليو کې پر بېوزله او اړو کورنيو د غنمو د وېش لړۍ پيل شوه.
د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ رياست سرپرست نذيرالله ايوبي د لېندۍ په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل، چې د رياست په ګودامونو کې يې له تېر کال څخه ۳۵۵ ټنه غنم موجود دي.
د هغه په وينا، ياد غنم ټول شاوخوا اووه نيم سوه ټنه وو، چې تېر کال د ۴۰۰ ټنو په شاوخوا کې ووېشل شول او پاتې نور به سږ پر بېوزله او اړو کورنيو ووېشي.
نوموړي زياته کړه، د هغو بېوزله کورنيو لېستونه په مرکز او ولسواليو کې د سيمه ييزو قومي شوراګانو له لورې ترتيب او دوى ته سپارل شوي، چې دغه غنم پرې وېشل کېږي.
ايوبي زياتوي، چې له دې مرستې به هرې کورنۍ ته ۱۰۰ کيلوګرامه غنم ورسېږي.
د ده په خبره، دغه غنم د کرنې وزارت له لوري تېر کال دوى ته پر بېوزلو د وېشلو په موخه ورکړل شوي وو، چې يوه برخه يې ووېشل او د پاتې نورو د وېش لړۍ اوس پيل شوې ده.
د يادو غنمو د ترلاسه کولو په موخه ښرنې ته راغلي قومي مشر حاجي حميد پژواک اژانس ته وويل، چې تېر کال د غنمو په وېش کې ډېره بې انصافي شوې وه او اړو کسانو ته ونه رسېدل.
دى وايي، چې سږ کال د کرنې رياست ته د مستحقو او اړو کسانو لېستونه ورکړل شول، چې اوس به حقدارو خلکو ته ورسيږي.
يوه بېوزله رحمت الله، چې د مرستې غنم يې ترلاسه کړي وو، پژواک اژانس ته وويل، چې د يوې بوجۍ غنمو د اخيستلو توان هم نه لري.
نوموړي زياته کړه، چې د مرکز قومي شورا د کرنې رياست ته د اړو کسانو لېست ورکړى و، چې ده ته هم خپله برخه په کې ورسېده.
د يادونې ده، د پکتيکا يو شمېر اوسېدونکو له دې وړاندې شکايت درلود، چې د کرنې رياست له لوري مرسته شوي غنم، تخمونه او سرې مستحقو او اړو کسانو ته نه رسيږي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP