Language

د بهرنيانو کمپ ته څېرمه چاودنې يوتن وواژه او ١٥نور يې ټپيان کړل

کابل (پژواک ۲۷ لېندۍ۹۱): د کابل په څرخي پله سيمه کې د شوې چاودنې له امله تراوسه يوملکي وګړى وژل شوى او ١٥ نور ټپيان شوي دي.

 د کابل د ١٠١ اسمايي زون د قوماندانۍ مرستيال پاسوال محمد داوود امين پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه چاودنه نن د( لیندۍ په ۲۷مه ) نږدې ١١ بجې او پنځه څلويښت دقيقې د يوه موټربم په وسيله دنهمې حوزې اړوند، د کنترک خصوصي شرکت ديوال ته څېرمه شوې ده .

هغه زياته کړه، چې د لومړنيو معلوماتو په اساس، په دې پېښه کې يو ملکي وګړی وژل شوی او ١٥ نور ټپیان شوي دي.

دغه امنيتي چارواکي د پېښې په ځاى کې ژورنالېستانو ته وويل، کېداى شي د دې پېښې د مرګ ژوبلې شمېره لوړه شي او ښايي بهرنيان هم په کې شامل وي.

بلخوا د ايساف مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وويل، چې دا چاودنه پر فونکس شخصې کمپنۍ باندې، چې د دوى ترڅنګ پرته ده، شوې ده.

 سرچينې په دي اړه نور معلومات ورنه کړل.

 خو د کنترک کمپنۍ يوه کارکونکي ذبيح الله د پيښې په سيمه کې خبرنګارانو ته وويل، چادونه ددې کمپنۍ په کوڅه کې وشوه،چې له امله يې د کمپنۍ د څو ډيپوګانو بامونه را ونړېدل.

 هغه وايي،چې تر دې مهاله(١٢:٣٠)د کمپنۍ ځينې کارکوونکي تر ويجاړو بامونو لاندې پاتي دي،کيداى شي، چې ځينو يې ژوند له لاسه ورکړى وي.

 د نوموړي دمعلوماتو له مخې، ددې پيښې د ټپيانو شمېر له ٥٠ تر٦٠ تنو پورې رسيدلى ده ،چې ددې کمپنۍ مشر چوپا هم په کې شامل دى.

 خو د کنترک کمپنۍ يوه موټر چلوونکي بريالي پژواک ته وويل ،چې په دې چاودنه کې د پنځو امريکايانو او افريقايانو په ګډون ١٣ تنه، چې دلته يې کار کاوه ټپيان شوي.

 د سرچينې په وينا،کنترک يوه بهرنۍ کمپنۍ ده ،چې بهرنيوځواکونو او د ملي اردو سرتېروته لوژستيکي او ودانېز اکمالات کوي.

د قلعه زمان خان سيمې يوه اوسېدونکي عبدالوهاب پژوا ک خبري اژانس ته وويل، چاودنه دومره درنه وه، چې د دوى په سيمه کې يې کورونه ولړزول .

 خو وسلوالو طالبانو ادعا کړې، چې دا ځانمرګى بريد و او پر يوې امريکايي کمپنۍ شوى ده ،چې درنه مرګ ژوبله يې ورته اړولې ده.

 طالب وياند ذبیح الله مجاهد په یوه ایمیل کې پژواک خبري اژانس ته ويلي،دغه ځانمرګى بريد ديوه موټربم په وسيله تر سره شوى ، چې په ترڅ کې يې د کمپنۍ ډيرې برخې خرابې کړې دي او لسګونه بهرنيو سرتيرو او د شرکت ساتونکو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

 د هغه په وينا، په وژل شويو کسانو کې مهم بهرني وګړي هم شامل دي.

 ويل کيږي، چې ددې کمپنۍ مرکز د امريکا په ويرجينا ايالات کې دى،چې د امريکا نظامي بيسونو ته په افغانستان کې اسانتياوې برابروي.

 

Related Topics