جلال اباد (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): د ننګرهار د پوهنې رياست وايي، چې د چپرهار ولسوالۍ په چاودنه کې د وژل شوو ١١ نجونو له ډلې ٩ يې زده کوونکې وې.
د چپرهار ولسوال محمدصديق د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن سهار اته بجې د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو په شعيب کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، چې په چاودنه کې ١٠ نجونې وژل شوې او دوه نورې ټپيانې دي، خو ځايي اوسېدونکي او د روغتون مسوولين وايي، چې يوه ماشومې وروسته په روغتون کې ساه ورکړه او د نجونو ترڅنګ څلور ماشومان هم سخت ټپي شوي دي.
د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمداصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، چې د چپرهار د پېښې په قربانيانو کې ٩ زده کوونکې دي.
هغه زياته کړه، چې په دوى کې خالده د ګل محمد لور د څلورم ټولګي، فرشته د رييس خان لور د څلورم ټولګي، نظيفه د عبدالجليل لور د شپږم ټولګي، بس مرو د زين ګل لور د پنځم ټولګي، سلما د سيد غني لور د لومړي ټولګي، مرضيه د احمدسيد لور د دريېم ټولګي، فوزيه د سيد غني لور د پنځم ټولګي، مرضيه د عبدالجليل لور د دريېم ټولګي او فرشته د ادم خان لور د څلورم ټولګي زده کوونکې وې.
شينواري زياته کړه، چې دا ټولې د دولتزيو د لومړني ښوونځي زده کوونکې وې، چې د خسو او لرګيو راټولولو لپاره يادې سيمې ته تللې وې.