جلال اباد (پژواک ٢٧ لېندۍ ٩١): د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د ماين په يوه چاودنه کې يوولس ماشومې نجونې ووژل شوې.
د چپرهار ولسوال محمدصديق د لېندۍ په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه نن سهار اته بجې د چپرهار ولسوالۍ د دولتزو په شعيب کلي کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وينا، دغه ماين په يوه شګلنه ځمکه کې له پخوا پاتې و او هغه مهال پر يادو ماشومو نجونو وچاودېد، چې په سيمه کې د خځلو په راټلولو بوختې وې.
ولسوال وايي، چې په دې چاودنه کې دوه نجونې ټپيانې شوې هم دي.
په جلال اباد ښار کې د ملکي روغتون رييس ډاکټر همايون زهير وايي، چې له يادې پېښې درې مړي او پنځه ټپيان ور وړل شوي دي.
د هغه په وينا، چې د ټپيانو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ دى.
د مجيب الرحمن په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي ، چې ورېره يې په دې چاودنه کې وژل شوې، پژواک اژانس ته وويل، چې نن سهار د کلي نجونې د خځلو راټولولو په موخه وتلې وې، چې ناڅاپه پرې چاودنه وشوه.
نوموړي زياته کړه، چې په دې چاودنه کې لس ماشومانې وژل شوي او يوې نجلۍ روغتون ته په لاره ساه ورکړه.
مجيب وايي، چې په دې چاودنه کې څلور ماشوم هلکان هم ټپيان شوي دي.